پاکستان: له فرقه ییزو نښتو وروسته بهکر کې ګرځبندیز

د پاکستان پنجاب ایالت کې د دوو مذهبي ډلو تر منځ له نښتې وروسته سیمه کې شته تاو تریخوالي له کبله تعلیمي ادارې تړل شوې او په دریا خان سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی.
د پنجاب په بهکر سیمه کې د جمعې په ورځ د دوو مذهبي ډلو تر منځ نښته کې نهه کسان ووژل شول.
بل لور ته د اسلام اباد پر سړک یوې مدرسې کې د ډزو له کبله د مدرسې مهتمم او دوه نور کسان ووژل شول.
بهکر کې یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته وویل، دغه سیمه کې د نهو کسانو له وژل کېدو وروسته په دویمه ورځ هم تاو تریخوالی موجود دی.
ځايي چارواکي وايي، داسې معلومات ورکړل شوي وو، چې د اهلسنت والجماعت لس کارکوونکي تښتول شوي وو، چې د ۵ جسدونه موندل شوي دي.
د چارواکو په وینا د دواړو ډلو تر منځ د ډزو په پایله کې د شیعه مسلک اړوند څلور کسان وژل شوي دي.
د تحقیقاتو امر
د پنجاب مشر وزیر میا شهبازشریف د دې پېښې د تحقیقاتو امر کړی. بهکر کې له دې مخکې هم فرقه ییزې نښتې او ځانمرګي بریدونه شوي دي.
بل لور ته اهل السنت والجماعت ویلي، د جمعې په شپه به د اسلام اباد سړک په مدرسې کې د وژنو پېښې پر ضد د ټول پاکستان پر لویو لارو احتجاج وکړي.
د اسلام اباد پولیسو یوه افسر شبیه احمد په وینا اسلام اباد مدرسې کې د ډزو پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې خلک د لمانځه له ادا کولو وروسته له جوماته بهر ته د وتلو په حال کې وو.
د نوموړي په وینا موټرسایکل سپرو کسانو پر مهتمم قاري محمد عارف او نورو کسانو ډزې وکړې او ویې وژل.
د ځايي پولیس په وینا مدینة العلم نومي دغه مدرسه د دیوبند مسلک اړوند ده.








