ناټو د اوکراین پولوڅارنې ته اواکس الوتکې استوي

د عکس سرچینه، AFP
د ناټو یوه ویاند خبریالانو وویل، ناټو هوډ کړی، چې اوکراین کې یې څارګرې الوتکې فعالیت پیل کړي.
ویاند زیاتوي چې "اواکس الوتکې به یوازې د ناټو قلمرو پر اسمان الوتنې کوي".
ناټو وايي، له دې څارنې هدف دا دی چې "اوکراین کې کړکېچن وضعیت وڅاري".
دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې روسیه د کریمیا ټاپووزمې پر سر له اوکرای سره رامنځ ته شوې لانجې ته د حل لار لټوي.
په پام کې ده، چې راتلونکې یکشنبې له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو پر سر ټولپوښتنه وشي، او یا دا چې یوه خپلواکه اداره ولري.
خو اوکراین او لوېدیځ دغه ټولپوښتنه ناقانونه بللې ده.
پوځي روغتون
په کریمیا کې د تازه رپوټونو له مخې، روسي ځواکونو او د دوی ملاتړو سیمه ییزو ملېشو یو پوځي روغتون نیولی دی.
روسي ځواکونو او اړوندو ملېشو د سیمفروپول پوځي روغتون هغه مهال ونیو، چې کارکوونکي یې وګواښل شول.
په دې روغتون کې نژدې ۳۰ ناروغان وو.
دغه روغتون د اوکراییني ځواکونو اړوند دی، چې ناروغان یې هم د اوکرایین ټپي شوي پوځیان او مخکني جنګیالي دي.
د روغتون مشر ویلي چې دوی په زور له روغتون وتلو او موټرو کې سپرېدو ته اړ شوي دي.
د روسیې اړوندو ځواکونو هم منلې ده، چې په کریمیا کې یې د اوکرایین ځواکونه کلابند کړي.
خو روسي ځواکونو په کلابندۍ کې خپله ونډه رد کړې ده.
د روسیې اړوندو په کریمیا کې د اوکراییني ځواکونو د یوې اډې نیولو هڅه هم کړې ده، خو اوکراییني ځواکونو د بریدونو پرضد په هوا کې اخطاریه ډزې هم کړې.
لاهم د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي.
په کریمیا کې د بي بي سي خبریال کریسټین فرایزر وايي، د روسیې اړوندو ځواکونو په تدریجي ډول پر کریمیا د اوکراییني ځواکونو د واک کمولو هڅې پیل کړې دي.
د کییف حکومت، د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې روسیه د اوکراییني خاورې په نیولو تورنه کړې ده، چې وايي په دې سره یې د نړیوال قانون سرغړونه کړې.
ناټو تېره اونۍ ویلي وو، چې له روسیې سره د مرستو پرسر بیا کتنه کوي.








