جینیوا کې د سوریې سولې خبرې پای ته رسېږي

د عکس سرچینه، AFP
د سوريې سولې مذاکراتو، لومړی پړاو چې جینیوا کې روان دی، نن ( جمعه ۳۱ جنوري ) لږ وروسته د مهمو مسالو پر سر له یو څه پرمختګ سره او یا هېڅ پرمختګ پرته چې تمه یې کېږي پای ته رسېږي.
جینیوا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې دواړه مخالف لوري هغه پړاو کې دي، چې څنګه باید پرمختګ وشي.
د ملګرو ملتونو استازی لخضر براهیمي وايي بله اونۍ د خبرو دویم پړاو کې نور پرمختګ ته هیله مند دی.
مارچ ۲۰۱۱ کې د پاڅون له پیله راهیسې سوريې جګړه کې له ۱۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.
د همغږي یوې غیر عادي اشارې توګه د پنجشنبې په ورځ دواړه لوري د جګړې قربانیانو د ياد لپاره پټه خوله یو ځای ودرېدل.
خبریالان وايي تمه کېږي د جمعې ورځې خبرو پای ته رسېدو مراسم به دواړو لوریو، حکومتي استازو او اپوزیسیون استازو ته یادګاري وي، چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۰ بیا سره وویني. ښاغلي براهیمي د پنجشنبې په ورځ وویل:
' زه هیله لرم، چې په دویم پړاو کې، چې موږ بیا خبرو ته ستانه شوه، موږ به وکولای شو پر اډانه ولاړې خبرې وکړو.'
د نوموړي په خبره دی 'ډېر زیات ' خواشینی دی، چې د ملګرو ملتونو یو کاروان لا هم د یاغیانو تر ولکې لاندې حمص زاړه ښار ته ننوتو ته منتظر دی، چې د امریکا متحدو ایالتونو په وینا ملکي خلک دغه ښار کې سخت اړ دی.
دیپلوماتان وايي لومړیتوب دادی، چې د وخت تېرېدو سره د اختلافي ټکو اصلاح کولو په موخه خبرې جاري وساتلې شي.
د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال جیمز رابنز وايي د تشدد پای ته رسولو، سیاسي واک وېش او محاصره کسانو ته مرستو رسولو غوندې مهمو مسالو لړ کې لږ پرمختګ شوی او یا هم له سره پرمختګ نه دی شوی.








