په هند کې د ودانۍ نړېدو ۱۴ کارګر وژلي دي

د هند د ګوا ایالت له مرکز پنجي نه کابو ۷۰ کيلومتره لرې په یوه ساحلي ښار کې د ودانیزو چارو لږترلږه ۱۴ کسه کارکوونکي وژل شوي دي.
چارواکي وايي دغه کسان هغه مهال ووژل شول، چې د کاناکونا ښار يوه نیمه جوړه ودانۍ پرې ونړېده.
مرستندویه کارکونکي د لاس او ماشین په وسیله د دغې پنځه پوړیزې نړېدلې ودانۍ تر کنډو کپرو لاندې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
باور دا دی چې په ودانۍ کې د نړېدو پر مهال لږترلږه ۴۰ کسان وو. یو شمېر ژوندي پاتې کسان چې ټپیان وو، روغتون ته لېږدول شوي دی.
په ګوا کې چارواکي وايي تر اوسه د ودانۍ د نړېدو لامل نه دی مالوم، خو دوی يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
د دغه ايالت والي د پېښې ځای ته ورغلی او دغلته يې له ځايي خلکو سره خبرې کړې دي.
بل خوا چارواکي وايي چې پوليسو د دغې ودانۍ د جوړوونکو، قراردادي او نورو کسانو پر ضد دوسيه پرانستې ده.
عيني شاهدان وايي د ودانۍ پوړونه د پاڼو په څېر پر ځمکه پرېوتل چې هر لوري ته منډې شوې.
دوی وايي ودانۍ د ښار د ګڼې ګوڼې د ډکې سيمې د يوه سړک پر غاړه جوړېده.
په هند کې تر دې وړاندې په ممبيي ښار کې د يوې ودانۍ د چپه کېدو په پايله کې لږترلږه ۷۲ کسه ووژل شول.








