د جنوبي سوډان نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي

شاوخوا ۲۰زره کسان د جګړې له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي
د عکس تشریح، شاوخوا ۲۰زره کسان د جګړې له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر جرارد ارود وايي داسې ښکاري چې په جنوبي سوډان کې د قومي شخړو پراختیا د کورنۍ جګړې لامل شي.

ښاغلي ارود بي بي سي ته وویل ملګرو ملتونو داسې راپورنه ترلاسه کړي چې د یکشنبې په ورځ د کودتا تر هڅې وروسته سلګونه کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي د ناتاييد شويو راپورونو پر بنسټ د وسله والو ډلو ترمنځ نښتو کې ښايي له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.

د جنوبي سوډان ولسمشر ویلي چې د مخکني مرستيال ولسمشر وفادارو سرتېرو د يکشنبې په شپه د کودتا هڅه وکړه، خو له ماتې سره مخامخ شوه.

ولسمشر اوس په پلازمينه کې مارشلا وضع کړې ده.

راپورونه وايي چې مخکنی مرستيال ولسمشر له خپلو ملګرو سره په تېښته بريالی شوی او امنيتي ځواکونه يې د نيولو په لټه کې دي.

مخکې د جنوبي سوډان حکومت ويلي و، چې د سوداګرۍ د پخواني وزير په ګډون ۱۰ لوړپوړي سياسي مشران نيول شوي دي.

د ملګرو ملتو له لوري په ترلاسه شوي راپور کې د نښتو په اړه ډېر جزييات نه دي ډاکيزه شوي، خو ويل شوي دغه نښتې د وسله والو قبيلو ترمنځ شوي.

دوی وايي چې ملکي وګړي په ځانګړې توګه نه دي په نښه شوي.

د امنیت شورا مشر جرارد ارود وویل ۲۰ زره کسانو د پلازمینې جوبا په شاوخوا کې د ملګرو ملتونو په پنډغالو کې پناه اخیستې ده.

پر همدې مهال له ملګرو ملتونو سره کډوالو ته خواړه او درمل په چټکۍ سره په خلاصېدو دي.