د شمالي کوريا تر ټولو ځواکمن پوځي افسر اعدام شو

شمالي کوريا
د عکس تشریح، دى د ولسمشر د ترور ميړه و خو د فساد په تور اعدام شو

د شمالي کوريا خبري رسنۍ وايي چې ددغه هېواد تر ټولو ځواکمن پوځي افسر او د هېواد د لارښود د ترور مېړه اعدام شوى دى.

جنگ سونگ تهېک ددې مياشتې په لومړنيو کې د فساد او بې اطاعتۍ په تور په ښکاره له يوې غونډې وشړل شو.

تر هغه وروسته له ډېرو سره په دغه هېواد کې د کړکېچ په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

په گاونډ کې د جنوبي کوريا له مرکز سيول نه د بي بي سي لوسي ويليامسن په خپل رپوټ کې ليکي چې د شمالي کوريا خبري آژانس وايي چې جنگ سونگ تهېک يوې ځانگړې پوځي محکمې ته د پنجشنبې په ورځ( د دسمبر ١٢) پر خپلو جرمونو اعتراف وکړ او بې له ځنډه اعدام شو.

په رپوټ کې نوموړى " په ناولو سياسي لوړتيا غوښتنو" تورن شوى دى.

له دغه رپوټ سره سم، هغه غوښتل چې د خپل مقام په ناوړه کارونې سره، ځان د "يوه ځانگړي موجود" په توگه لوړې پوړۍ ته چې د هېواد له لارښود سره برابره وي، پورته کړي او هدف يې دا و چې دغه مشرتوب له منځه يوسي.

د درناوي له دريځه د جنگ سونگ تهېک غورځېدل په خپل ذات کې، او دغه راز د ورسره تړلو تبلغياتو له امله خورا پام وړ دي.

دى چې يو مهال په شمالي کوريا کې دويم ځواکمن کس بلل کېده، هم په پوځ او په گوندي مشرتابه کې د لوړو څوکيو خاوند و او په منظم ډول يې له چين سره راشه درشه ساتله.

خو د دې اوونۍ په لومړيو کې پر دولتي رسنيو خپرو شويو تصويرونو کې وليدل شول چې نوموړى څه ډول د پوځي ساتونکو له خوا له يوې گوندي غونډې نه په زور ايستل کېږي.

دغه راز د شمالي کوريا له مشر کېم جونگ اون سره د هغه د خيانت خبر ددغه هېواد د مطبوعاتو پر مخپاڼو راغى.

په جنوبي کوريا او نورو هېوادو کې اندېښنه دا ده چې د ښاغلي جنگ دومره ډاگيز سپکول، د رژيم په زړه کې د بې ثباتۍ څرگندويي کوي.

د دوى په باور، د يوه وتلي او مخور چارواکي لېرې کېدل يوازې د يوه ځوان مشر له خوا د خپلې واکمنۍ د لا ټينگېدو مانا نلري، بلکه د دغه مرموزاو د اټومي ځواک په درلودونکي هېواد کې د رېښتوني کړکېچ څرگندويي هم کوي.