"منډېلا په ۲۰مه پیړۍ کې د آزادۍ ستر مبارز و"

نېلسن منډېلا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۵ کالو په عمر ومړ
د عکس تشریح، نېلسن منډېلا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۵ کالو په عمر ومړ

ولسمشر اوباما چې نېلسن منډېلا ته یې د درناوي د وړاندې کولو په غونډه کې خبرې کولې له خلکو غوښتنه وکړه چې د فقید منډېلا د سولې پیغام ومني.

ټولو شویو خلکو د ولسمشر اوباما څرګندونو ته په خوښۍ غبرګون ښوده خو کله چې د سویلي افریقا ولسمشر جاکوب زوما وینا پیل کړه لږ ترلږه درې ځلې خلکو د نه تایید لپاره چیغې وکړې.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نژدي ۱۰۰ هېوادونو مشرانو د نېلسن منډېلا په یاد غونډې کې برخه واخسته.

له وینا کولو وروسته خپل ځای ته پر لار ولسمشر بارک اوباما د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو سره لاس ورکړ.

دا یوه بې سارې کړنه وه ځکه چې دواړه هېوادونه له څه باندې نیمې پیړۍ نه سخت مخالفتونه لري.

په کیوبا کې یوې رسمي ویپاڼې ویلي یو بل ته لاس ورکول باید د کیوبا او امریکا ترمنځ شته اختلافات له مینځه یوسي.

په ۱۹۵۹ میلادي کال کې د فیډرال کاسټرو له خوا له انقلاب وروسته امریکا پر کیوبا بندیزونه ولګول.

سره له دې چې سخت باران وریده په زرګونو کسانو د جهانزبرګ په یوه لوبغالي کې د سویلي افریقا پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا ته د درناوي د وړاندې کولو په مراسمو کې ګډون وکړ .

دا لوبغالی د ۹۵ زرو کسانو ظرفیت لري او نېلسن منډېلا په کې په وروستي ځل د خلکو ترمنځ څرګند شوی و.

د لوبغالي ویډیويي تصویرونه په دریو نورو لوبغالو کې چې له خلکو ډګ وو ښودل کېدل.

نېلسن منډېلا ته د درناوي د وړاندې کولو دغه غونډه په نړیواله کچه د خپلې بڼې تر ټولو ستره غونډه وه چې د نړۍ مهم شخصیتونه په کې ټول شوي وو.

د غونډې له ځایه د بي بي سي خبریالې پومزا فیحالاني په خپل رپوټ کې ویلي په ګڼ شمېر کې خلکو په ساعتونو ساعتونو تر باران لاندې انتظار وکړ چې لوبغالي ته ننوځي او نېلسن منډېلا ته د درناوي وړاندې کولو په غونډه کې ګډون وکړي.

هغه وايي د خلکو ترمنځ احساسات لوړ وو ځکه خو یې سندرې ویلې، نڅاوې یې کولې او داسې بریښېدل چې ګواکې دغلته یوه سیاسي غونډه روانه وي.

د همدې خلکو له ډلې نه یوې ښځې شاهده راو بي بي سي ته ویلي "دا چې د منډېلا د ژوند بنسټ پر انسانیت ولاړ و موږ ترې مننه کوو او په همدې خاطر په دې لمانځنو کې د ګډون لپاره راغلې یم."

د افغانسان ولسمشر حامد کرزی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د برازیل ولسمشره دیلما روسف او د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو د نژدی ۱۰۰ هېوادونو د مشرانو او نورو مهمو شخصیتونو په ډله کې شامل وو چې په دې مراسمو کې یې برخه واخیسته.

نېلسن منډېلا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۵ کالو په عمر ومړ.

د راتلوونکې یکشنبې په ورځ د نېلسن منډېلا د جنازي تر مراسمو دمخه په هېواد کې د هغه ګڼې یاد غونډې تنظیم شوي دي.

د جنازي مراسم

د سویلي افريقا ولسمشرجاکوب زوما اعلان کړى چې د نېلسن منډېلا مړى به د يکشنبې په ورځ، د ډېسمبر په ١٥ مه خاورو ته وسپارل شي.

نېلسن منډېلا به خپل پلارني ټاټوبي کيپ کې خښ شي.

د ده د مړینې خبر ته د نړۍ په لر او بر کې نه یوازې د سياستوالو او مهمو څېرو بلکي د بېلابیلو هېوادونو خلکو له لوري پراخ غبرگون وښودل شو.

ولسمشر زوما خلکو ته په وينا کې وويل د جنوبي افريقا د پخواني ولسمشر مړېنې ته دومره پراخ غبرگون د هغه د ستروالي څرگندونه کوي.