جنرال راحیل د پوځ د کورنیو ستونزو حل موندونکی

- Author, اصف فاروق، بي بي سي اردو
- دنده, ژباړه: هدایت الله همیم
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف راحیل شریف د پوځ د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
جنرال شریف پوځ کې پوره تجربه او شهرت لري، چې د یوه پوځي جنرال په توګه یې له سیاسي تمو ځان لیرې ساتلی دی.
له سیاسته لیرې پاتې کېدل د پاکستان پوځ مهمه چاره ده.
په داسې یوه پوځ کې چې د څو پوځي کودتاوو شاهد و.
خو ځینې شکمن دي، چې جنرال شریف ددغه پوست لپاره تر ټولو وړ سړی و او که نه.
تر دې مخکې جنرال شریف راولپنډۍ کې د وسله والو ځواکونو د قومندانۍ د روزنې عمومي څارونکی و چې ترڅنګ یې د پاکستان د پوځي اکاډيمۍ مشري هم مخته وړله.
په دواړو پوستونو کې شریف د پوځ پر جګړه ییزه تګلاره ډېر ټینګ ولاړ و، او د راتلونکو پوځي روزنو لپاره یې ډېرې هلې ځلې کولې.
ډېر پر دې باور دي چې جنرال شریف له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پوځ د نظر په بدلون کې ډېر رول لوبولی دی.
دوی دا هم وايي، چې د نوموړي په هڅو د دې پرځای چې له مخکني او دودیز او ګاونډي دوښمن هند سره پر جګړې تمرکز ډېر شي باید له طالبانو سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شي.
د پاکستاني پوځ یوه جګپوړي افسر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، جنرال شریف د پوځ مشران پردې سلا کړيو چې پاکستاني طالبان او نورې وسله والې ډلې د هند په پرتله پاکستان ته ډېر خطر او ستر ګواښ پېښولی شي.
زموږ خبریال وايي، شریف ځکه د پوځ مشرۍ ته غوره شو، چې تر ټولو ډېره علمي او پوځي تجربه لري.
بېله تګلاره
هغه کسان چې جنرال شریف له نژدې پېژني، وايي چې نوموړي د کورنۍ ترهګرۍ خلاف پوځ کې د روزنې پروګرامونه جوړ کړل، چې څرنګه په کور د ننه له وسله والو سره مبارزه وکړای شي.
ګڼ خلک بیا پردې نظر دي، چې د شریف د ترهګرۍ ضد پلانونه له ترهګرو سره په راتلونکي کې لا ډېر اغېزمن تمامېدلی شي.
خو ځینې نور بیا په دې نظر دي، چې جنرال شریف نه یوازې د خپلې وړتیا او تجربې له برکته د پوځ مشرۍ ته غوره شوی، بلکې په وینا یې د جنرال عبدالقادر بلوچ له خوا یې لومړي وزیر ته د پوځي مشر کېدو سپارښتنه شوې وه.
جنرال بلوچ د پوځي خدمت پرمهال د نواز شریف د واکمنۍ پرمهال جګپوړی پوځي جنرال و چې اوس متقاعد شوی دی.
جنرال شریف د یوې پوځي کورنۍ غړی دی، پلار یې تر متقاعد کېدا مخکې د جنرالۍ رتبې ته رسېدلی او ورور یې جنرال صابر شریف بیا له هند سره په جګړه کې وژل شوی دی.








