مصر: العریش کې چاودنې ۱۰ پوځيان وژلي

د مصر پر پوځ وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي دي.
د عکس تشریح، د مصر پر پوځ وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي دي.

د مصر سیناء شمال العریش ښار ته څېرمه د پوځ پر یوه کاروان چاودنه شوې، چې لږترلږه لس پوځيان یې وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

مصري رسنیو ویلي، د پلي کنډک د هغو پوځيانو پر کاروان چاودنه شوې، چې له الخروبه سیمې د تېرېدا په حال کې و.

یوې امنیتي سرچینې ویلي، اټکل دی، چې د وژل شویو شمېر ډېر شي.

د مصر پر پوځ وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي دي.

دغه بریدونه د مخکني منتخب ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته ډېر شوي دي.

محمد مرسي په تېر جولای کې د پوځي کودتا په لړ کې له واکه لیرې او بندي شو.

د مصر امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د سیناء ټاپو کې د <link type="page"><caption> سخت دریځو اسلامپالو</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/08/120808_hh-egypt-operation-sinai.shtml" platform="highweb"/></link> پرضد عملیات پیل کړي دي.