د هند لومړى وزير: پاکستان د ترهګرۍ مرکز دى

د هند لومړي وزير منموهن سنګ له خپل پاکستاني سيال سره تر کتنې دمخه ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجو د هرډول هواري په موخه پاکستان بايد پرې نه ږدي چې خاوره يې د هند پر وړاندې د ترهګرو بريدونو د ترسره کولو لپاره وکارول شي.
د هند لومړي وزيرداهم وويل چې د هند او اسلام اباد د نژدې کېدو په موخه پاکستان بايد په خپله خاوره کې د ترهگرۍ ماشين فعاليت ودروي:
"هند د زړه له کومې ژمن دى چې د جامو او کشمير په گډون ټولې مسالې له پاکستان سره د دوه اړخيزو خبرو او د شمله هوکړې پر بنسټ هوارې کړي . خو په دې برخه کې د پرمختگ د رامنځ ته کېدو لپاره دا هم مهمه ده چې خاوره يې هند کې د ترهگرو فعاليتونو د ترسره کېدو په موخه ونه کارول شي. همدارنگه دا هم مهمه ده چې د ترهگرۍ هغه ماشين چې د پاکستان په خاوره کې تغذيه کېږي وتړل شي".
افغان مشران
دا يوازې هندي مشران نه دي چې له هغې ترهگرۍ څخه شکايت لري چې وايي د پاکستان له خاورې سرچينه اخلي.
افغان مشران هم تل د پړې گوته اسلام اباد ته نيسي او وايي پاکستاني چارواکي د افغانستان خاورې ته د ترهگرو د اوښتو په مخنيوي کې رېښتينې همکاري نه کوي.
د هند لومړي وزير د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پرمهال ډانگ پېيلي داهم وويل چې د ټولې سيمې د ترهگرۍ مرکز په پاکستان کې دى:
"هند د حکومت له لوري د ملاتړ کېدونکې ترهگرۍ او پولو نه اوښتتونکي راوښتونکي ترهگرۍ له کبله ځانگړې اندېښنه لري. همدارنگه شته وو فکټونو ته په کتوسره زموږ د سيمې د ترهگرۍ مرکز زموږ په گاونډ د پاکستان په هېواد کې دى".
د هند او پاکستان ترمنځ له هغه وروسته د دوه اړخيزو خبرو بهير ودرېد چې تېرې جنورۍ کې د کشمير د کڼترول په ليکه کې د يوه هندي سرتېري سر ترې غوڅ شو.
دغه اړيکې هغه مهال لا پسې ترينگلي شوي چې کله تېره مياشت پاکستاني عسکرو همدلته پنځه نور هندي عسکر ووژل.

که څه هم چې د هند د بي جي پي مخالف گوند له ښاغلي سنگ نه غوښتي چې د پاکستان له لومړي وزير سره خپله کتنه لغوه کړي.
خو له دې هرڅه سره سره اټکل کېږي چې ښاغلي سنگ نن نيويارک کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وگوري.
دا به له هندي مشر سره له هغه راهيسې چې ښاغلي شريف تېر مې کې ټاکنې وگټلې او ددريم ځل لپاره يې د پاکستان د لومړي وزير په توگه کار پيل کړ، لومړۍ کتنه وي.
خبريالان وايي ښاغلى شريف غواړي چې د خپل هېواد د اقتصادي رغېدا لپاره له هند سره دوه اړخيزې سوداگرۍ ته پراختيا ورکړي.
د تېرې جمعې په ورځ ښاغلي شريف د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وينا کې وويل چې هند او پاکستان په گډه کولى شي پرمختگ وکړي.








