"اړیکې غواړﺉ نو هند ضد ترهګر مه پالئ"

نن د اګست ۱۵ د هند د خپلواکۍ ورځ ده.
د عکس تشریح، نن د اګست ۱۵ د هند د خپلواکۍ ورځ ده.

د هند د خپلواکۍ په ویاړ غونډې ته د وینا پر وخت لومړي وزیر من موهن سېنګ وویل چې له اسلام اباد سره د ډیلي اړیکي تر هغو ښې کېدای نه شي چې پاکستان پر خپله خاوره هند ضد هلې ځلې ونه ځپي.

ښاغلي سېنګ د اګست په شپږمه نېټه له ادعاو سره سم د پاکستاني پوځیانو له خوا د پنځو هندي سرتېرو وژنه ناوړه عمل وباله.

هند تور لګولی و چې پاکستاني عسکر د کشمیر له پولې ور اوښتي و او د دوی سرتېري یې وژلي و خو اسلام اباد دغه تور نه مني.

من موهن سېنګ وویل هند له خپلو ګاونډيو سره اړیکې ښې کوي خو له پاکستان سره تر هغو دغه اړیکي ښې کېدای نه شي چې اسلام اباد تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې هند ضد هلې ځلې و نه ځپي او پرې نږدي چې د دوی خاوره نور د هند پر ضد وکاروي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف څو ورځې وړاندې د هندي سرتېرو د وژنې پېښې ته په اشارې خواشیني ښوولې وه او ویلي و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو شته ‌ډیل ډول به لا ښه کېږي چې د ده په وینا بیا تېروتنې پېښې نه شي.

ښاغلي شریف ویل دواړه هېوادونه باید پر پوله اوربند یقیني کړي او د دې کار لپاره ګامونه واخلي.

د روان میلادي کال له پیله د هند او پاکستان اړیکي سره ترېنګلې شوې دي.

په جنوري کې هند تور لګولی و چې پاکستاني عسکر یې خاورې ته ورغلي او دوه سرتېري یې ور وژلي دي.

پاکستان هغه تور هم نه و منلی.