هند د الوتکو لېږدوونکې بېړۍ جوړه کړې

- Author, حمید شجاع
- دنده, لندن
هند د لومړي ځل لپاره په کور د ننه د الوتکو لېږدوونکې بېړۍ جوړه کړې.
دا بېړۍ 'آی اېن اېن وېکرانت' نومول شوې، او شاو خوا ۳۷،۵۰۰ ټنه وزن لري. اوږدوالی یې ۲۶۰ متره او بر یې ۶۰ دی.
د جوړولو کار یې د کوچېن ښار په بندرګاه کې ترسره شوی.
دا وخت په نړۍ کې د ګوتو په شمېر یوازې څو هېوادونه دا ډول بېړۍ جوړولای شي، لکه امریکا، برتانیا، روسیه او فرانسه، اوس هند هم په دې ډله کې شامل دی.
د نوموړې بېـړۍ د جوړولو چاره لا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده پوره شوې، او ښایي ډېر ژر بېرته ودرول شي او پاتې کارونه یې هم ترسره شي.
د دې بېړۍ ډېزاین هم په هند کې جوړ شوی او په کې کارېدونکې اوسپنه هم ټوله په هند کې د ننه تولیدېږي.
د هند د سمندري ځواک یو چارواکي، ار کې دووان وایي په هند کې د ننه د دا ډول بېړۍ جوړول د هند د سمندري ځواکونو یوه لویه لاسته راوړنه ده.
دغه الوتکې لېږدوونکې بېړۍ نژدې څلوېښت زره ټنه وزن لري.
اټکل دی، چې د هند سمندري ځواک به مخکې له دې چې په رسمي توګه په ۲۰۱۸ کال کې له دا ډول بېړۍ سمه ګټه واخلي، پراخ سمندري تمرینونه وکړي.
د بي بي سي خبریال وايي، هند داسې مهال د خپل پوځ د پیاوړتیا هڅه کوي، چې چین د یوه نړیوال قوت په توګه مخ پروړاندې روان دی.








