پاکستان: ملا عبدالغني برادر خوشی شوی

پاکستان د طالبانو مرستیال ملا عبد الغني برادر د شاوخوا درې نیمو کلنو بند ورسته خوشی کړی.
د عکس تشریح، پاکستان د طالبانو مرستیال ملا عبد الغني برادر د شاوخوا درې نیمو کلنو بند ورسته خوشی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو دویم لوړ پوړی مشر <link type="page"><caption> ملا عبد الغني</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/institutional/2013/09/130921_ns_mullah_brother_profile.shtml" platform="highweb"/></link> برادر خوشی شوی دی.

پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړی د افغانستان د سولې بهیر کې د اسانتیا رامنځ ته کولو په موخه خوشی شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز چودري بي بي سي ته ومنله، چې ملا برادر د شنبې په سهار خوشی شوی.

نوموړی ۲۰۱۰ کال کې کراچۍ ښار کې نیول شوی وو. خو له طالبانو سره د خبرو اترو پیلولو د هڅو په موخه خوشی شو.

ملا برادر یو له هغو څلور کسانو دی چې په ۱۹۹۴ کال کې یې په کندهار کې د طالبانو تحریک بنسټ کېښود.

افغان چارواکو د هغو رپوټونو هرکلی کړی، چې وايي دویم لوړ پوړی طالب مشر ملا عبدالغني برادر خوشی شوی.

ملا برادر د افغان حکومت له پرله پسې غوښتنو وروسته خوشی کېږي.

افغان حکومت تمه لري، چې نوموړی په هېواد کې د سولې په ټینګښت کې مرسته کولای شي.

نوموړی ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له لوري د ‌طالبانو له پښو غورځېدو وروسته د دغه تحریک د یاغیتوب مهم او مرکزي شخص بلل کېده.

بل لور ته افغانستان کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، دوی تر اوسه د ملا برادر خوشي کول نه شي تاییدولای.

اسلام اباد کې زموږ همکار طاهر خان، خپل رپوټ کې کاږي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عمرحامد هم د ملا برادر د خوشي کولو تاید وکړ.

زموږ د خبریال په وینا پاکستان ویلې وو ، ملا برادار به افغان حکومت ته ورنه کړي او دا چې دی به ازاد وي او که غواړې نوهرخوا ته تلی شي.

زموږ خبریال د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز له قوله وايي، ملا برادر که په خپله خوښه غواړي، سعودي عربستان او ترکیې ته تلی شي.

طاهر خان دغه راز د یو شمېر مخکینو طالب مشرانو له قوله، چې ملا برادر سره نژدې پاتې شوي وایي، چې نوموړې ملا عمر ته وفادار پاتې شوی او دا چې دوی ډاډ من دې چې یو ځل بیا به هم نوموړی د پخوا په ډول د طالبانو د تحریک برخه وي.

بل لور ته ذبیح الله مجاهد اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، چې" موږ تر اوسه د هغه د خوشي کېدو په باب کوم رسمي تایید نه دی تر لاسه کړی."

کراچۍ کې د بي بي سي شاه زیب جیلاني وايي، د برادر د درې نیم کلن زندان په اوږدو کې افغان حکومت د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړی به له خوشي کېدو وروسته چېرې لاړ شي، خو زموږ د خبریال په وینا، ښايي ملا برادر، یوه دریم هېواد ته " احتمالاً متحده عربي اماراتو " ته لاړ شي.

د بي بي سي خبریال په وینا په تېر کې د ‌طالب زندانیانو خوشي کېدو ډېر اغېز نه درلود.

ملا برادر له هغه وروسته د طالبانو د ډلې له مهمو کسانو شو چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ. نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.

خبریالان وايي ملا برادر یوازینی هغه کس دی چې پاکستان او افغانستان دواړه باور کوي چې ښايي طالب جنګیالي د سولې بهیر ته و هڅولی شي.

د پاکستان د بهرینو چارو وزیر په دې وروستیو کې په ډاګه کړه چې په تېر کال کې دغه هېواد ښاوخوا ۲۶ طالب چارواکي له بنده ازاد کړې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې هم له پاکستانه و غوښتل چې د افغانې سولې بهیر سره د مرستې په خاطر باید پر طالبانو فشار راوړي.

د ښاغلي کرزي په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وويل غواړي د سیمې په کچه په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره هڅې وکړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي و چې د طالبانو د مرستیال ملا عبد الغني برادرد خوشي کولو په تفصیلاتو کار روان دی او دی په خپله به یې د پرېښودو پر وخت او کړنلاره پرېکړه وکړي.

نواز شریف دا خبرې ترکيې ته په رسمي سفر کې کړې وې.

د تېر نومبر میاشتې راهیسې پاکستان ۳۳ طالبان خوشې کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د ټولو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي څو په دې توګه د سولې له بهیر سره مرسته وشي.