د امريکا جنګي بېړۍ د سوريې پر لور روانه شوې

د امريکا د دفاع وزیر چېک هېګل ويلي چې امريکا خپل ځواکونه سوريې ته نژدې استوي.
دغه ګام پر داسې وخت اخيستل کېږي چې امريکا د سوريې په کړکېچ کې د مداخلې په تړاو پر ممکنه اقداماتو غور کوي.
چېک هېګل خبريالانو ته وويل وروسته له هغه چې په سوريه کې د کېمياوي وسلو د کارېدو په اړه راپورونه ورکړل شول، پنټاګون د هر ډول ممکنه پوځي لارې، لارښوونه کړې.
د دفاع وزیر وويل، دا د دفاع وزارت دنده ده چې په هر ډول حالاتو کې ولسمشر ته بېلابېلې لارې ورکړي.
هغه وويل د دې لپاره اړينه ده چې پوځ او وسايل داسې يوه ځای ته ورسول شي، چې کله ولسمشر پرېکړه وکړي هغه سملاسي عملي شي.
د امريکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د امريکا څلورمه جنګي سمندري بېړۍ د سيمې پر لور روانه شوې ده.
د جمعې پر ورځ ولسمشر اوباما ويلي و، د کېمياوي وسلې بريد د سختې اندېښنې وړ دی او د امريکا لپاره مهم طالبان دي، خو دوی د ملګرو ملتو له اجازې پرته پر يوه بل هېواد د بريد کولو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې.
بل خوا روسيې له سوريې غوښتي چې له پلازمېنې دمشق سره نژدې د کېمياوي وسلو د ممکنه بريدونو د ليدو لپاره د ملګرو ملتونو څارونو ته اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون ويلي، ((د هر چا له خوا په هر ډول حالاتو کې د کېمياوي وسلو کارول د نړيوالو اصولو سرغړونه ده، او ترسره کوونکي بايد له سختو پایلو سره مخامخ شي)).
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په وينا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په دې موافقه کړې چې په دې اړه د بې پرې پلټنو اړتيا ده.
د سوريې د مخالفينو کارکوونکي وايي چې د دمشق په غوطه سيمه کې د کېمياوي وسلو کارولو له امله سلګونه کسان وژل شوي دي.
پر همدې مهال د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو سازمان او له ماشومانو د ملاتړ اداره يونیسف وايي په سوريه کې د روانې جګړې له امله د کډه شويو ماشومانو شمېر يو ميليون ته رسېدلی دی.
دغه ادارې وايي چې ورکړل شوې شمېرې د شرم وړ دي او له دې پرته په کور دننه د بېځايه شويو ماشومانو شمېر دوه ميليونه ته رسېدلی دی.
د سوريې په جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او ميليونونه نور له خپله هېواد ګاونډيو هېوادو ته کډه شوي دي.








