نوازشریف: باید د افغانستان په اړه له سره غور وکړو

نوازشریف د خپل ګاونډي هېواد په اړه دغه څرګندونې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له درې ورځنې سفره مخکې کړې دي.
د عکس تشریح، نوازشریف د خپل ګاونډي هېواد په اړه دغه څرګندونې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له درې ورځنې سفره مخکې کړې دي.
    • Author, طاهرخان
    • دنده, اسلام اباد

د پاکستان لومړي وزیر میا نواز شریف جون میاشت کې د پاکستان د لومړي وزیر په حیث د دندې ترلاسه کولو ورسته په خپله لومړۍ وینا کې د خپل هېواد پر افغان تګلاره ناخوښي څرګنده کړه او د بدلون خبره یې کړې ده.

نوازشریف د دوشنبې په ماښام د پاکستان ملي ټلویزیون له لارې ولس ته په وینا کې د کورنیو چارو سره سره، ګاو نډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه هم څرګندونې وکړې، چې افغانستان یې هم یوه مضوع وه.

نوازشریف وویل، باید د افغانستان په اړه له سره غور وکړو، هغه وویل:

"موږ باید د افغانستان په اړه یوه داسې تګلاره خپله کړو چې پاکستان په نړۍ کې د یوه نوي او روڼ مخ سره وپېژندل شي"

د ښاغلې شریف څرګندونې ښیي چې نوموړی د افغانستان په اړه تر دې مهاله د پاکستان د پالیسۍ په تړاو ډاډمن نه دی او په کې بدلون غواړي.

لومړی وزیر د خپل ګاونډي هېواد په اړه دغه څرګندونې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له درې ورځنې سفره مخکې کړې دي.

نوازشریف او حامد کرزي تېرو دوو میاشتو کې درې ځلې د ټیلفون پر کرښه خبرې کړې او د اړیکو ښه کولو ژمنې یې کړې دې.

اسلام اباد کې د افغانستان د ملي ورځې د لمانځلو په دستوره کې هم اسلام اباد ته د ښاغلي کرزي سفر د ګډون کونکو ترمنځ د خبرو مهمه موضوع وه.

پاکستاني رسنیو هم د احتمالي مثبتو پایلوپه اړه راپورونه ورکړي. دواړو غاړو په دې اړه په رسمې توګه هېڅ نه دي ویلي، خو داسې ویل کېږې چې کېداې شي پاکستان نور افغان طالب بندیان هم خوشي کړي.

افغان چارواکو بیا بیا د ملا عبدالغني برادرپه ګډون د ټولو بندي طالبانو د خلاصولو غوښته کړې چې اوس هم پاکستان کې بندیان دې.

افغان چارواکي وايي، پاکستان افغانستان کې د سولې او روغې جوړې لپاره هېڅ عملې ګام نه دی اخیستی.

هغوی ماضي کې داسې ادعاوې کړې، چې پاکستان کې هغه طالبان وژل شوي او یا نیول شوي دي، چې افغان حکومت سره یې د خبرو هیله څرګنده کړې.

د دې سفر په اړه هیلې ځکه راپورته شوې، چې وار له مخه یې د اجندا په اړه مشورې شوې او د کابل په وړاندیزلومړي وزیر د ملي امنیت او بهرنیو چارو لپاره خپل سلاکار سرتاج عزیزتېره میاشت کابل ته استولی و.

د ښاغلي کرزي د سفرنېټه تردې وخته نه ده اعلان شوې، خو پاکستاني او افغان رسنیو د نامعلومو سرچېنو په حواله راپورونه ورکړي چې نوموړی به د اګست له ۲۶ مې د پاکستان درې ورځنې سفر پیل کړي چې دا به پاکستان ته په تېرو ۱۲ کلونو کې د هغه شپاړسم سفر وي.