ایراني ښوونځيو کې د څارګرو الوتکو راغورځولو مضمون

ایران ښوونځيو کې د بې پیلوټه الوتکو راغورځولو د څرنګوالي په اړه د یوه مضمون د تدریسولو تکل لري.
د ایران یوې ورځپاڼې ویلي، چې دا مضمون د "سپاه پاسداران" له لوري ښوونځيو ته چمتو کېدونکی دی.
دا مضمون به په لېسه دوره کې د نوي نصاب له پیلېدو سره سم تدریسېږي.
د ایران اصلاح غوښتونکو ملاتړې "اعتماد" ورځپاڼې ویلي، د بسیج مرستیال قومندان جنرال علي فضلي له خولې ویلي چې "د نوي نصاب له مخې به ښوونځيو کې د دفاعي چمتووالي په لړ کې دغه مضمون تدریس شي".
په راپور کې د نوي مضمون د تدریس په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
ایراني سخت دریځي د هېواد تعلیمي نصاب کې د پوځ د نفوذ ډېرولو هڅه کوي.
د ایران منځنیو او ثانوي ښوونځیو کې زده کوونکو ته د "ملکي دفاع" پر مضمون تدریسولو ډېر ټینګار کېږي.
ایران په ۲۰۱۱ کال کې ایرانۍ خاورې ته د ار کیو ۱۷۰ ډوله بې پیلوټه الوتکې د ننوتلو او ددغې الوتکې د راغورځولو اعلان وکړ.
تهران وویل چې دا الوتکه امریکا کې جوړه شوې وه.
ایران وړاندې څو ځلې ویلي وو چې د امریکا څارګرې الوتکې یې راغورځولې دي، چې یوه بېلګه یې د "سکای ایګل" بوینګ الوتکو جوړوونکي شرکت هغه وه.








