کېري: د بې پیلوټه الوتکو بريدونه به دوام وکړي

جان کېري ويلي ترهګر بايد وځپل شي، خو ترڅنګ يې له پاکستان سره اړيکې پراخې شي
د عکس تشریح، جان کېري ويلي ترهګر بايد وځپل شي، خو ترڅنګ يې له پاکستان سره اړيکې پراخې شي

له پاکستان نه راپورونه وايي چې د دغه هېواد لومړي وزير نواز شريف د امریکا متحده ایالات هڅولي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.

په پاکستان کې د دغه ډول بریدونو په وړاندې کلک مخالفت ښودل کیږي، خو امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د وسلوالو پرضد اساسي وسله بولي.

پر امریکا تور لګول کیږي چې د بې پیلوټه الوتکه په بریدونو سره د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا تیری کوي.

خو ښاغلي کیري وویل کله چې وسله وال پر یوه هېواد برید کوي نو د هغه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا هم تیری کیږي:

"زه پوهیږم چې زیاتره وخت د ځمکنۍ بشپړتیا اړوند موضوعات مطرح کیږي. زه به په ډیره سادګۍ زموږ ټولو دوستانو ته یادونه وکړم چې ځینی کسان لکه د القاعده مشر ایمن الظواهري د دې هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری کوي.

او کله چې دوی په جوماتونو کې پر خلکو برید کوي او په کلیو او بازارونو کې پر خلکو چاودنې کوي دوی د همدې هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری کوي."

جان کېري دغه راز د ډرون بريدونو په اړه وويل چې امريکا به د خپلو دښمنانو پر ضد عملياتو ته دوام ورکړي او ولسمشر اوباما د ترهګرو پر ضد ښکاره پاليسي غوره کړې ده.

پاکستان او امريکا د دواړو هېوادو ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو د بېرته پيلېدو اعلان وکړ.

د دغې خبرې اعلان نن د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په اسلام اباد کې د لومړي وزير نواز شريف له ستر سلاکار سرتاج عزيز سره په يوه خبري کنفرانس کې وکړ.

له کنفرانس وړاندې ښاغلي کېري د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کياني سره په اسلام آباد کې وکتل.

ښاغلي کېري او نواز شريف په کتنه کې له ګاونډي هېواد افغانستانه راتلونکی کال د بهرنیو ځواکونو په درشل کې د امنیتي موضوعاتو پر سر هم خبرې وکړې.

په تېره مۍ میاشت کې په ټاکنو کې د نواز شریف له بریالیتوب وروسته جان کیری لوړ پوړی امریکايی چارواکی دی چې پاکستان ته سفر کوي.