هند کې د وژل شویو زده کوونکو په باب څېړنه پیل شوه

په هند کې د هغو ۲۲ ماشومانو د مرګ په اړه پلټنه پیل شوې چې د هېواد په شمالي ایالت بهار کې د ښوونځي خوړو مسموم کړي وو.
لس دوولس تنه نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ایالتي حکومت وایی هغه غوړ د مسمومېدو سبب شوی چې خواړه په کې پاخه شوي وو.
ډاکتران باور لري چې خواړه په یوې وژونکې مادې ککړ وو.
کلیوال دهغو خلکو لپاره سزا غواړي چې د دې غمیزې پړه دي. د بي بي سي زبیراحمد له دیلی نه رپوټ کې وايي، دغه تراژیدي د ایالت مرکز پټنې نه ۸۰ کیلومتره لرې په حکومتي ښوونځي کې رامنځ ته شوه.
د ایالت د پوهنې وزیر پ. ک. ساهي وایی د خوړو غوړ بې رنګه او مشکوک برېښېدل.
هغه زیاتوي د غوړو پلورونکی تښتېدلی دی.
د وزیر په وینا ۲۲ ماشومان وژل شوي او ۳ یې په سخت حالت کې دي.
شاوخوا ۳۰ ماشومان لاهم د درملنې لاندې دي. تر پيښې وروسته کلیوالو لاریون وکړ او د هغو په ضد دعمل غوښتنه کوي چې د دې پیښې پړه یې په غاړه ده.
په هند کې د حکومتي ښوونځيو زده کوونکو ته د غرمې ډوډۍ وړیا ورکول کېږي او دلیل یې دادی چې ماشومان غیر حاضري ونه کړي.
خو د ډوډۍ پخولو نظافت کمزوری دی. د غرمې ډوډۍ پروژه چې په ۱۹۲۵م کال کې پيل شوې د هېواد په لرو بر کې ۱۲۵ میلونو د ښوونځي ماشومانو ته وړیا ډوډۍ ورکوي.








