امریکا کې د تودوخې کچه خورا لوړه شوې

د امریکا په لوېديزو ایالتونو کې د تودوخې درجه خورا لوړه شوې او ریکارډ یې ټینګ کړی دی.
د اریزونا په ایالت کې د تودوخې درجه د سانتي ۴۷ درجو ته ختلې او په کلیفورنیا کې ۵۱ ته لوړه شوې ده.
تمه ده چې دا تودوخه به د اوونۍ په پای کې همدا سې دوام ولري.
د شمالي امریکا د سیمې په ځینو ښارونوکې د سړښت مرکزونه پرانستل شوي او چارواکي انديښنه لري چې ښایی الوتنې وځنډېږي.
لویې الوتکې کولی شي د سانتي تر ۵۲ درجو تودوخه کې الوتنې وکړي خو وېره دا ده چې نورې الوتنې اغېزمنې شي.
د امریکا د هوایی کرښو استازي وایي دوی د فونېکس په ښار کې د تودوخي درجه له نیږدې څاري.
د اریزونا ایالت مایکل سکاتسدېل وایی بهر کې لږ وخت تېروي او هټۍ ته د سودا له پاره د شپې درومي.
هغه وایی د کور په کړکیو کې یې د یخنۍ لپاره څپرکي اېښي دي.
د هوا وړاند ویونکې اداره وایي د لاس ویګاس په ګډون د سیمې په څو ښارونو کې د تودوخې درجه د دوشنبې تر ورځې دوام مومي.
ساینس پوهان د تودوخې لامل نړیواله تودوخه نه بولي بلکه وایي چې یوازې د شمالي امریکا په سیمه کې تودوخه زیاته شوې ده.
د امریکا د پولو د ګزمو ادارې د امریکاـ مکسیکو په پوله کې د ټپونو او تندې په برخه کې د بېړنیو چارو د کار کوونکو شمېره زیاته کړې ده.
دوی وېره لري چې د هغو کسانو د تندې او جل خطر شته چې په ناقانونه توګه اوړي.
تېره اوونۍ اووه تنه ناقانونه کډوال د اریزونا په دښته کې مړه موندل شوي وو چې لامل یې ګرمي او تنده ښوول شوې ده.
په مې او جون کې ۱۷۰ تنه د تندې له وېرې ژغورل شوي دي.
د برېښنا کار کوونکي وېره لري چې ښایي د برېښنا په زیاتو کارولو هغه پاړچاوه شي خو زیاتوي په دې برخه کې یې احتیاطي ګامونه اخیستي دي.








