د باليووډ جیا خان مړی موندل شوی

د هندي سینما د وتلې لوبغاړې جیا خان مړی د ممبۍ ښار په هغه فلاټ کې موندل شوی، چې نوموړې په کې اوسېده.
هندي پولیس وايي، د هغې د وژل کېدا په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نه شته، خو وايي چې د نوموړې له ګاونډیانو یې د معلوماتو راغونډولو پلټنه پیل کړې ده.
۲۵ کلنه جیا خان له امیتاب بچن، عامر خان او اکشي کومار لوبغاړو سره په سینمايي فلمونو کې لوبېدلې ده.
خان په نیویارک کې زیږېدلې خو مخکې له دې چې په بالیووډ کې د سینمايي فعالیت لپاره ممبۍ ته ولاړه شي، په لندن کې لویه شوې ده.
د هغې مړینه شاید د فلمونو د تولید پر فعالیت ناوړه اغېز وکړي.
د جیا خان یوې ملګرې او لوبغاړې دیا میرزا پر خپلې ټویټر وېبپاڼې ویلي، چې ریپ نفیسه (جیا) خان. ته ډېره ځوانه او ډېره ښکلې وې.... "

امیتاب بچن هم پر خپل ټویټر پاڼې د هغې د مرګ په اړه لیکلي چې "څه...!!!! جیا خان؟ څه وشول؟ ایا دا خبره سمه ده، د باور نه ده!! "
د جیا خان وروستۍ فلم په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال راووت، چې په یوه کورني کومیډي فلم کې یې کار کړی و.
جیا خان پر خپله ټویټر وېبپاڼه ځان یوه هنرمنده، شاعره، سندرغاړه، موسیقي غږوونکې، او هغه څوک معرفي کړی، چې خوبونه ویني.
پر ټویټر د هغې وروستۍ پیغام د تېرې مې پر ۲۴ مه خپور شوی دی.








