عراق کې چاودنو ۶۰ کسان وژلي او لسګونه ټپیان دي

عراق کې د زور زیاتي پېښو کې تر اوسه ۶۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دې پېښو ډېر ښکار شوي کسان په ظاهره د سني لږ کیو اړوند دي.
لومړی برید له پلازمېنې بغداد نه ۵۰ کیلومتره لرې د سنیانو یوه جومات ته څېرمه وشو. دغه برید کې دوه بمي چاودنې وشوې، چې ۴۱ کسان په کې ووژل شول.
د پولیسو په وینا له دې وروسته په مداین ښار کې د جنازې مراسمو کې بمي چاودنې ۷ کسان ووژل او د بغداد په لویدیځه برخه کې دوو بمي چاودنو کې ۱۴ کسان ووژل شول.
له تېرو څو اوونیو راهیسې عراق کې د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې، چې ورسره د شیعه اکثریت حکومت او لږکیو سنیانو تر منځ تاو تریخوالی ډېر شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ د کرکوک ښار یوه جومات کې ځانوژونکی برید وشو، چې پایله کې یې لږ تر لږه اته کسان ووژل شول.
په نښه شوي جومات کې د هغو کسانو خپلوان یو ځای شوي وو، چې د تېرو ورځو د تشدد پېښو کې وژل شوي وو.
له دې مخکې د بغداد شیعه مېشت سیمې کې د چاودنو له کبله ۳۴ کسان ووژل شول. کرکوک کې پولیسو د یوه ځانوژونکي بریدګر مخه ونیوله، چې غوښتل یې یوې ودانۍ ته ننوځي.
برید ګر په ځان پورې تړلي باروت وچوول، چې د یوه پولیس افسر په شمول په کې ۱۸ کسان ټپیان شول.
د پنجشنبې په ورځ ګهیځ وختي د ګڼې ګوڼې پر مهال د بسونو تم ځای ته څېرمه موټر بم چاودنه کې نهه کسان ووژل شول.
د بقوبه پېښې په باب ځايي پولیسو وویل، چې لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه، چې د سنیانو له یوه جوماته خلک د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته بهر ته د وتلو په حال کې وو.
د دوی په وینا کله چې خلک د چاودنې ټپیانو سره مرستې ته ورغلل، نو بله ریموټ کنترول چاودنه وشوه. دغه پېښه کې ۵۶ کسان ټپیان شول.
یوه محصل هاشم منجز رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې زه د چاودنې له ځایه نژدې ۳۰ متره لرې ولاړ وم او د ټپیانو مرستې ته مې منډه کړه، چې بله چاودنه وشوه، ما د انسانانو د بدن غړي ولیدل، چې هوا ته پورته شول او زما پر غاړه د بم ټوټه ولګېده.
د مداین ښار په چاودنه کې ۲۰ کسان ټپیان شول.
د پېښې ډېر ښکار شوي کسان د یوه ځايي ښاروال د جنازې ګډونوال وو.
د اپریل میاشتې په اوږدو کې د عراق په بېلو سیمو کې د تشدد پېښو کې تر ۷۰۰ ډېر سني او شیعه عراقیان وژل شوي. عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ تاوتریخوالي کې زیاتوالي لیدل شوي.
دغه هېواد کې د سني لږکیو اړوند کسان د لومړي وزیر نوري المالکي له حکومته ګیله لري، چې ګواکې دوی رټي.
پنځه میاشتې مخکې د عراق په سني مېشته سیمو کې مظاهرې وشوې، هویجه کې پولیسو پرمظاهرینو ډزې وکړې، چې له کبله یې یو شمېر سني مظاهره کوونکي ووژل شول.
له هغې پېښې وروسته د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د تشدد پېښې وشوې، چې له کبله یې وېره څرګندیږي، دغه هېواد د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو د فرقه ییز تشدد دور لور ته ستون نه شي.








