سوريې بمي چاودنو په اړه د ترکیې ادعا رد کړه

د سوريې حکو مت د ترکيې هغه ادعا په کلکه رد کړې چې وايي په ترکيه کې د موټر بمب بريدونو تر شاه د سوريې د استخباراتو لاس دى.
دمشق په دغو بريدونو ترکيي چارواکي پړه بللي دي.
د سوريې د استخباراتو وزير عمران زوبي ويلي دي دا د ترکيې حکومت و چې په سوريه کې يې د وسلو، چاودېدونکو موادو، ګاډو، جنګيالو او د پيسو د لېږد را لېږد لپاره لار هواره کړه.
دوی وايي دې کار د پولو په اوږدو کې سيمه د ترهګرۍ په يوه نړيواله سيمه بدله کړه، نو اوس بايد ترکي مشران د دغې پېښې سياسي او اخلاقي مصوليت قبول کړي.
د سوريې حکومت مخالفو ځواکونو هم د ترکيې د ادعا ملاتړ کړى او وايي په دغو بمي بريدونو کې د د مشق لاس دى.
د سوريې حکومت مخالفي ځواکونه، په قوت سره وايي چې دا د سوريې د حکومت د هڅو يوه برخه ده چې غواړي د ترکيې او د هغو زرګونو سوريايي ګډوالو تر منځ چې دا مهال سوريې سره د پولو په اوږدو کې د ترکيې په سرحدي سيمه کې اوسېږي يوه لانجه وټوکوي.
البته په ترکيه کې په جوته د هغو ناخوالو له کبله قهر او غصه وجود لري چې د سوريې له روانو نا اراميو ټوکېدلي دي.
د ترکيې لومړى وزير رجب تايب اردوګان به له مهال وېش سره سم د پنجشنبې په ورځ واشنګتن کې له ولسمشر اوباما سره وګوري.
دى به د خپل دغه سفر په لړ کې هغه لارې چارې ارزوي چې امريکا يې د سوريې په وړاندې په نظر کې لري.
اوس داسې اوازې هم خپرې شوي چې په ترکيه کې به دغه وروستۍ چاودنې د هغو له غوښتنو سره مرسته وکړي چې غواړي د سوريې د خاورې يوه برخه د الوتنو په مخ ممنوعه سيمه اعلان کړي او غواړي په سوريه کې د ننه د سوريايي ګډالو لپاروه يوه خوندي سيمه رامنځ ته کړي.








