د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی وتښتول شو

وسله والو کسانو د انتخاباتي کمپاین پرمهال د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی تښتولی دی.
ښاغلی ګیلاني وايي زوی یې د ناڅرګندو وسله والو له خوا د یوې جلسې پرمهال وتښتول شو.
د پاکستان مخکني لومړي وزیر ویلي چې زوی یې علي حیدر چې د پاکستان د خلکو ګوند پي پي پي له خوا د مۍ د میاشتې د ۱۱ نېټې انتخاباتو ته کاندید دی، په مرکزي ښار ملتان کې تښتول شوی.
نوموړي وویل چې د علي حیدر د تښتولو ترشاه د ده د سیاسي مخالفانو لاس دی.
رپوټونه وايي پر انتخاباتي کمپاین په ډزو کې لږ ترلږه یو کس وژل شوی هم دی.
په پاکستان کې ټاکنې د روانې مۍ میاشتې پر ۱۱ مه نېټه کېږي.
د یادولو وړ ده چې پر ګڼو انتخاباتي غونډو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو منتخب حکومت خپله دوره پوره کوي، او ټاکنې ترسره کېږي.








