ډېری مسلمانان غواړي شریعت یې رسمي قانون شي

يوې نړيوالې سروې موندلې، چې د اسلامي نړۍ ډېرى وگړي غواړي چې اسلامي شريعت يې د اړوندو هېوادونو رسمي قانون وگرځي، خو دوى په دې کې سر ه وېشلي، چې څه دې په دې قانون کې شامل وي او څنگه دې پلى شي.
په واشنگټن کې مېشت د 'پيو' څېړنيز مرکز وايي په ٣٩ هېوادونو کې يې له ۳۸ زره خلکو نه د ٢٠٠٨ او ٢٠١٢ کلونو ترمنځ په دې اړه مرکې کړي دي.
شريعت د اسلام اخلاقي اصول او مذهبي قانون دى.
په اسيا، افريقا او منځني ختيځ کې د پوښتل شويو مسلمانانو ډېرى يې د دې پلويان دي چې اسلامي شريعت يې د هېوادونو د قانون په توگه ومنل شي.
دا به شرعي محکمو ته اجازه ورکوي چې د طلاق او د ځمکو پرسر کورنيو لانجو په اړه پرېکړه وکړي.
خو له دې سره سره په ډېرو هېوادونو کې د سختو سزاوو او په دې ډله کې د غلو د لاسونو له پرې کولو او له اسلام نه بل مذهب ته د اوښتو له کبله د مرگ سزا د ورکړې ملاتړ ډېر کم و.
مذهبي ازادۍ
سروې کې د پوښتل شويو ډېرى يې بيا د مذهبي ازادۍ پلوي کړې او وايي د نورو دينونو لارويانو ته بايد اجازه ورکړل شي چې خپل مذهبي چارې ترسره کړي.
په ځينو اسلامي هېوادونو کې لږکۍ د تبعيض له شتون څخه شکايت کوي.
ډېرو دا خبره هم کړې پر دې باور نه لري، چې گواکې د دوى د دين او عصري ژوند ترمنځ دې کومه ترينگلتیا وي، چې په دې کې لوېديځ فلمونه او موسيقي هم راځي.
"د مشترګ مفهوم نشتوالی"
په څېړنه کې ویل شوي، چې په ترکیه کې له پوښتل شویو خلکو څخه ۱۲ سلنې یې د اسلامي شریعت د تطبیق پلوي کړې، خو ۵۶ سلنې نورو بیا په تونس، ۷۱ سلنې، په نایجریا، ۷۲ سلنې په اندونیزیا او ۷۴ سنلې په مصر او ۹۹ سلنې په افغانستان کې د اسلامي شریعت د تطبیق په پلوۍ رایه ورکړې ده.
خو د برینسټن پوهنتون پروفیسره اماني جمال، چې د واشنګټن پیو مرکز ځانګړې سلاکاره هم ده، وايي چې د شرعي قوانینو په اړه هېڅ مشترک مفهوم نه شته.
هغه وايي، چې هرڅوک له شریعت څخه د خپلو ځانګړو تجربو پربنسټ مفهوم او معنا اخلي.
وېرې

خو په ډېری هېوادونو کې، د دغې نظرپوښتنې دې پوښتنې ته چې ایا د لاس غوڅولو او یا د مرتد د اعدام په اړه د دوی نظر څه دی، ډېرو محدودو کسانو د هو ځواب ورکړی.
ډېری کسانو د "شرف وژنو" یا د پت په نامه وژنو لپاره توجیه نه دی موندلی.
وايي، د پت په نامه وژنې، تر ډېره له افغانستان او عراق څخه سرچینه اخلي، چې د کورنۍ د سپکاوي په خاطر هغه ښځې وژل کېږي، چې له واده مخکې یا وروسته له نورو سره جنسي اړیکي نيسي او یا زنا کوي.
د امریکا ۸۱ سلنې مسلمانانو ویلي، چې تاوتریخوالی هېڅ توجیه نه لري.
خو وايي، په بنګله دېش، مصر، افغانستان او فلسطين کې تاوتریخوالی کول جواز لري.








