سعودي پاچا بهرنیو کارګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ

د سعودي عربستان پاچا عبدالله په هغه هېواد کې مېشتو بهرنیو کارګرانو ته د ستونزو د حل لپاره درې مياشتې وخت ورکړى. د پاچا له خوا دغه امر داسې مهال کېږي، چې د سعودي پولیسو له خوا د بهر نيو سلګونو زرو کارګرانو د نيولو او اړوند هېوادونو ته یې د شړلو لړۍ روانه ده .
سعودي حکو مت چې غواړي په بهر نيو کارګرانو خپله اتکا کمه کړي، بهر ني کارګران يې، د نويو قوانينو په معرفي کولو سره له جدې ننګونو سره مخ کړي دي.
د حکومت د دغه نوي اقدام له کبله دکانونه، سوداګریز فعالیتونه او ښوونځي تړل شوي دي. ويل کېږي چې د جدې بندر چارې هم نژدې په ټپه ولاړې دي.
په سعودي عربستان کې د هغو بهرنيو کارګرانو چې قانوني اسناد نه لري له هېواده د شړلو بهير دوام لري.
سوداګر وايي مالونه يې خوسا شوي، ځکه چې ډېر کارکوونکي له وېرې کار ته نه ورځي.
د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې قانون پوه نثار احمد عمرخېل بي بي سي ته وویل، چې په هغو کسانو کې، چې د سعودي حکومت له دې نویو اقداماتو څخه اغېزمن کېږي، د ختیځې اسیا، جنوبي اسیا د هېوادونو د وګړو تر څنګ افغانان هم شته.
د نوموړي په وینا هغه کسان، چې د ازادې ویزې په نوم په خپل هېواد کې د سعودي عربستان ویزه تر لاسه کوي، د سعودي قانون له مخې نه شي کولای په خپل سر هلته مزدوري وکړي او د اوسنيو اقداماتو په لړ کې ډېری دغه ډول کسان، نیول کېږي او بېرته خپلو اړوندو هېوادونو ته شړل کېږي.
په سعودي کې د کارګرو د نويو قوانینو له مخې پر بهرنیو کارګرو قیودات سخت شوي او لسګونه زره کارګر له کارونو ایستل شوي، چې له دغه هېواده د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.
د دې کار هدف دا دی، چې له اوږده مهاله راهیسې پر بهرنیو کارګرو د هېواد تکیه کمه شي او د سعودیانو لپاره د کار زمینې زیاتې شي.
خو یو شمېر سعوديان د حکومت پر دې اقداماتو نیوکه کوي، چې ګواکې په ناسم ډول او په تیت او پرکه توګه تنظیم شوې دي.








