بشار د نظام ړنګېدل ټول منځني ختيځ ته زیان بولي

بشارالاسد
د عکس تشریح، بشارالاسد ګاونډیان سوریه کې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد وويل د حکومت ړنگېدل به يې د نسکورېدو يوه څپه راوخوځوي او د اوږدو کلونو لپاره به منځنى ختيځ زيانمن کړي.

ښاغلي اسد له ترکي رسنيو سره په يوه مرکه کې وويل له سوريې نه هغه هېوادونه راتاو دي چې دده په وينا د ترهگرو تر شا ولاړ دي.

سوري ولسمشر یوه ترکي تلوېزیون ته په وینا کې دا هم ویلي، چې "هغه هېوادونه پر موږ راټول شوي، چې له ترهګرو سره یې سوریې ته په ننوتلو کې مرسته کړې ده".

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي چې ګني ترکیه د وسله والو ملا تړي، خو زیاتوي په کره توګه دا نه شي ویلای، چې ایا اردن هم دا کار قصداً کوي او که څنګه.

اسد ګواښ وکړ، که چېرې یې حکومت ړنګ شي، یا سوریه ووېشل شي نو "په سیمه کې به سخت ناوړه اغېز پرېږدي" چې په وینا یې "دغه اغېز او زیان به پر منځني ختيځ د کلونو او یا لسیزو لپاره پاتې شي".

دغه مرکه چې درې ورځې مخکې ثبت شوې ده، ایله د تېرې جمعې ورځې پر ماخوستن خپره شوه.

بل خوا، د سوري نظام ضد جنګیالیو ویلي چې له اردن سره یې د تېرې جمعې پر ورځ هغه سرحدي پوځي دفاعي سیمه نیولې ده، چې اردن ته ترې یو تونل غځېدلی دی.

د سوریې ازاد پوځ جنګیالیو دا هم ویلي، چې د دمشق او اردن ترمنځ د لویې چټکې لارې ام المیاذن سیمه یې هم نیولې ده.

دوی وايي، چې دغه سیمه د یوې نښتې په پایله کې ونیوله شوه.

په سوریه کې اوس د جګړې او ادعاوو کره کول ستونزمنه خبره ده.