
لاوروف ویلي، د اسد شړل په هېڅ مخکني نړیوال تړون او ان د ژنیوا په تړون کې هم نه شته.
په داسې حال کې چې د عربي ټولنې مشر د سوله ساتو ځواکونو په مټ د سوري کړکېچ د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، چې له واکه د اسد شړل "ناممکن" کار دی.
لاوروف ویلي، د اسد شړل په هېڅ مخکني نړیوال تړون او ان د ژنیوا په تړون کې هم نه شته.
دغه روسي وزیر د روانې جنورۍ پر شپږمه د سوري ولسمشر بشارالاسد وینا د خبرو اترو لپاره کافي نه ده بللې.
خو روسي وزیر د سوریې د واکمن نظام مخالفین له اسد سره د خبرو د شرطونو وړاندې کولو ته رابللي دي.
دی وايي چې اسد لا له وړاندې ټول مخالفین خبرو ته بللي:
"د اسد د خبرو عملي کول ناممکن نه دي، ځینې یې ناجدي بولي، خو ښه وړاندیز دی. که چېرې زه خپله د سوري مخالفینو پرځای وای، د اسد د جوړجاړي وړاندیز به مې منلی وای."
سوله ساتي ځواکونه
بل خوا، د عربي هېوادونو د ټولنې مشر نبیل العربي ویلي، له کړکېچه د سوریې د وتلو یوازېنۍ لاره د اوربند پیلېدل دي، هغه هم د سوله ساتو ځواکونو په مټ.
ښاغلي العربي په قاهره کې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل: "د جګړې پای ته رسول په سوریه کې د سیاسي چارو لېږد ته لاره هواروي."

العربي ویلي، سوریه کې اوربند د سیاسي چارو لېږد ته لاره هواروي.
العربي دا هم ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د کړکېچ د هواري لپاره د ملګرو ملتونو د تړون د اووم فصل مطابق د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون او د سوریې لپاره د ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي سره سلامشورې شوې دي.
قطر، د تېرې شنبې په ورځ یوځل بیا په سوریه کې د ابراهیمي د هڅو د ناکامېدو په صورت کې، د وینې تویېدو د مخنیوي په موخه دغه هېواد ته د عربي هېوادونو د ځواکونو استولو غوښتنه کړې وه.
په لبنان کې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوري کډوالو او بې ځایه شوو د ستونزو ارزونې په اړه استثنايي غونډه وکړه.
دغې ټولنې ویلي، چې لبنان، اردن او عراق ته د سوري بې ځایه شوو د وضعیت ارزولو او مرستې کولو لپاره د یوه پلاوي د استولو پرېکړه وکړه.












