
ملګري ملتونه تر راتلونکي جولای پورې د سوري کډوالو د شمېر ډېرېدا اټکل کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي ادارې ویلي، د سوریې په ګاونډیو هېوادونو کې د دغه هېواد د بې ځایه شوو خلکو شمېر تر ۶۰۰ زرو اوښتی دی، چې یوازې تر سلو زرو ډېر یې تېره میاشت ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د سوریې په ګاونډیو هېوادونو کې د دغه هېواد له ناامنیو د کډه شوو خلکو شمېر ۶۱۲ زره او ۱۳۴ ته رسېږي.
دغه شمېره د تېر ۲۰۱۲ کال د دسمبر پر ۱۱مه ۵۰۹ زرو ته رسېدلې وه.
د دغې ادارې د راپور له مخې، یوازې په لبنان کې نژدې ۲۰۰ زره سوري کډوال دېره شوي، او تر ۱۵۳ زرو ډېر نور په ترکیه، ۶۹ زره په عراق او ۱۳ زره په مصر او تر پنځو زرو ډېر نور بیا د افریقا په شمالي برخو کې مېشت دي.
په اردن کې بیا د سوري کډوالو شمېر ۱۷۶ زره او ۶۰۰ دی، چې د شمېرو له مخې دغه هېواد لاهم نژدې ۲۸۰ زره نویو سوري کډوالو ته خپله درازه پرانیستې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې ویاند ادریان اډوارډز ویلي، د کډوالو د شمېر د ډېرېدا له کبله په پنډغالو کې کډوال له یخنۍ او ناروغیو کړېږي.
دی وايي چې د ژمې په سړه هوا کې کډوال او د هغوی اولاد له ناورین سره مخامخېدونکي دي.

د روان ۲۰۱۳ کال په لومړۍ اوونۍ کې هره ورځ اردن ته نژدې یو زر او سل سوي کډوال اوښتي دي.
دی زیاتوي، چې د روان ۲۰۱۳ کال په لومړۍ اوونۍ کې اردن ته د زښته ډېرو سوري کډوالو لړۍ چټکه شوې ده، چې هره ورځ ترې دغه هېواد ته نژدې یو زر او سل کډوال اوړي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي، چې زیاتره اوښتونکي کډوال پښې لوڅي دي، او ګڼ یې د اغوستلو کالي نه لري، چې په وینا یې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي، که چېرې په سوریه کې جګړې دوام وکړي، شاید تر راتلونکي جولای پورې د سوري کډوالو او بې ځایه شوو خلکو شمېر تر یو میلیون او سل زرو پورې ورسېږي.












