
سوریه کې د بشار الاسد حکومت او مخالفینو تر منځ یې په جګړو کې نژدې ۲۰ لکه کسان په خپل هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.
منځني ختیځ کې د ژمي له راتګ سره سم بین المللي خیریه موسسې (سیو د چلډرن) خبرداری ورکړی، چې نژدې ۲۰۰ زره سوري ماشومان د سړې هوا له امله له خطر سره مخامخ دي.
یو زیات شمېر کورنۍ له سوریې نه کډوالې شوې او په ترکيه، لبنان او اردن کې اوسي.
سوریه کې د بشار الاسد حکومت او مخالفینو ترمنځ یې په جګړو کې نژدې ۲۰ لکه کسان په خپل هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.
سیو د چلډرن موسسه وايي له دې کسانو څخه یې ډېرې کورنۍ له مناسبو خوړو، مېشت ځایونو او تودو جامو پرته ژوند کوي او احتمال شته، چې د سخت ژمي د زغملو توان ونه لري.
دغې ادارې د مرستې لپاره د بسپنې غوښتنه کړې او وايي که مرستې ژر ونه رسیږي، شاید ماشومان، سپین ږیري او ناروغان به له جدي خطر سره مخامخ شي.
له بیروت نه د بي بي سي خبریال جیم میور وايي له سوریې څخه وتلیو ځینې کورنیو خپل نومونه د کډوالو په کمپونو کې ثبت کړي دي او په دې ځایونو کې ورته د اړتیا وړ مواد ورکول کیږي.
خو یو شمېر نور بیا له سرپنا او تودوکالیو پرته په موقتي مېشت ځایونو کې اوسي، چې په کې د حرارت درجه کله ناکله صفر ته ټیټه شي او توپاني بارانونه په کې اوري. زموږ د خبریال په وینا سږ کال په منځني ختیځ کې د همداسې موسم وړاندوینه کېږي. د سوریې په ګاونډیو هېوادونو کې د دغه هېواد ۴۰۰ زره کسان د کډوالو په توګه ثبت شوي دي.
ملګري ملتونه اندېښنه څرګندوي، چې د سوریې په ځینو سیمو کې د جاري تاوتریخوالي له امله شاید دغه شمېر د روان کال تر پایه پورې اووه لکه کسانو ته ورسېږي.
د بشري حقونو فعالان او ماهرین وايي تېر کال د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت په ضد د مخالفینوله خوا د بغاوت له پیل کېدو راهیسې په سوریه کې ۳۸ زره کسان وژل شوي دي.
د شمالي ښار حلب په منځ او څنډو کې اوس هم جګړه روانه ده. په دغه ځای کې د سوري حکومت مخالفان وايي یوه مهمه پوځي اډه یې نیولې ده.
"نن ناټو اتحادیه د ترکيې په هغه غوښتنه غور کوي، چې له سوریې سره د خپلې پولي په اوږدو کې له ځمکې نه هوا ته ګوزار کونکي توغندي ځای پر ځای کول غواړي."
بل لور ته حکومتي پوځ د پلازمېنې دمشق په څنډو کې پر یو شمېر سیمو د توپونو ګوزارونه کوي.
نن ناټو اتحادیه د ترکيې په هغه غوښتنه غور کوي، چې له سوریې سره د خپلې پولي په اوږدو کې له ځمکې نه هوا ته ګوزار کونکي توغندي ځای پر ځای کول غواړي.
د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دا وروستیو کې د سوریې د متحد شوي اپوزېسیون په رسمي توګه د منلو په اړه غور کوي.
احتمال څرګندیږي، چې په هغه صورت کې به د مخالفینو ته د الوتکو ضد توغندي ورکړل شي.












