په سوریې کې مخالف یاغیان وايي د حلب ښار جنوب ختیځ ته د تفتناز سیمې د پوځي هوايي ډګر د نیولو لپاره یې ستر برید پیل کړی دی.
راپورونه وايي د ولسمشر اسد مخالفینو په سیمه کې د زیاتره لویو لارو ولکه په لاس کې اخیستې ده.
د بي بي سي یو خبریال وايي که یاغیان هوايي ډګر ونیسي او و یې ساتي، نو د حلب او پلازمېنې دمشق تر منځ په ستراتیژیک زون کې به خپله ولکه پراخه کړي.
یوه ویډیو چې په انېترنېټ خپره شوې، په کې ویل شوي چې آزادي غوښتونکي د نومبر په دریمه نېټه د تفتناز په پوځي هوايي ډګر برید کوي.












