هغه خبرې اترې چې په ملگرو ملتونو کې د سوريې د کړکيچ د ختمېدو لپاره په زينيو کې پيل شوې وې له کومې پايلې پرته پاى ته ورسيدې .
د امريکا او روسيې لوړپوړو دپلوماتانو د نړيوالې ټولنې له استازي اخضر ابراهيمي سره په دې اړه ليدنې کتنې لرلې.
ښاغلي ابراهيمي ويلي چې په جگړه کې ټولې ښکېلې غاړې د تاوتريخوالي په ختمېدو سره يوه خوله دي، خو هغه وويل چې ډادمن نه دى چې داسې يوه لاره دې بيا موندل شي .
د دغو خبرو اترو اصلي موخه د سولې هغه تگلاره وه چې د جون په مياشت کې يې پر سر هوکړه شوې وه چې له مخې به يې اوربند ټينګېږي او تر هغه وروسته به يو منځ مهاله حکومت جوړ شي.
روسيه او امريکا د واشنگټن د هغې غوښتنې پر سر پخپلو کې سره اختلاف لري چې وايي بشارالاسد دې له واکه لرې شي .












