"د سوریې الوتکو د کډوالو کمپ بمباري کړی"

د خپريدو وخت: 18:21 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

له سوریې رپوټونه وايي حکومتي جنګي الوتکو د دمشق په سویل کې د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمباري کړې ده.

فعالان وايي دا لومړی ځل دی چې جنګي الوتکې پر دغه کمپ بمباري کوي که څه هم مخکې د درنو وسلو ډزې پرې شوې دي.

په دغې سیمې او د دمشق په سویلي نورو برخو کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د سختې جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي. په دغو سیمو کې په تېرو اوونیو کې هم سختې نښې وشوې.

په حلب کې هم یوې پوځي اکاډمۍ ته څېرمه د نښتو رپوټ ورکړل شوی دی.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>