
ملګري ملتونه وايي، د دې څېړنې له مخې د سوریې په روانه جګړه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتې له ۱۵ نیټې څخه د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې ۵۹۶۴۸ کسان وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي په سوریه کې ۲۲ میاشتنۍ روانې جکړې کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۶۰ زرو کسانو ته ورسید.
د ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوې شمېرې له هغه ډېرې لوړې دی چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد مخالفینو د دې خونړۍ جګړې د قربانیانو په اړه ور کړې وې.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د فتر ویلي د دې ادارې متخصصینو د دولتي سرچینو په ګډون له اوو بېلابېلو سرچینو تر لاسه شوې شمېرې پرتله کړې دي او په پایله کې یې د شاوخوا ۶۰ زره وژل شویو کسانو نوملړ برابر کړی دی.
ملګري ملتونه زیاتوي چې د دې څېړنې له مخې د سوریې په روانه جګړه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتې له ۱۵ نیټې څخه د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې ۵۹۶۴۸ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونود څانګې د معلوماتو له مخې په یاد شوي نوملړ کې د قربانیانو نوم، د کورنۍ نوم د وژل کېدو ځای او نېټه ثبت شوي دي.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونوکمېشنر نیوي پيلي ویلي چې د جګړې د دوام له کبله اټکل کولی شي چې د ۲۰۱۳ کال د پیل سره سم به له ۶۰ زرو زیات کسان وژل شوي وي.
"د ملګرو ملتونو د بشري حقونود څانګې د معلوماتو له مخې په یاد شوي نوملړ کې د قربانیانو نوم، د کورنۍ نوم د وژل کېدو ځای او نېټه ثبت شوي دي."
بل لور ته فعالان وايي، د سوریې د تاوتریخوالي په یوه تازه پېښه کې حکومتي ځواکونو د دمشق په ختیځ کې د تېلو پر یوه پمپ هوايي برید کړی او تر ۷۵زیات کسان یې وژلي دي.
عيني شاهدانو ویلي، چې تر دغه برید وروسته یې د مليحا په سيمه کې سوځېدلي مړي لیدلي دي. ويل کېږي، چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
فعالان وايي دغه بريد داسې مهال شوى، چې د سيمې اوسېدونکي د تېرو څلورو ورځو په اوږدو کې د سون موادو له نه لرلو وروسته د پټرولو دغه پمپ کې راغونډ شوي وو.
سوري فعالان همداراز وايي، د ورځې په اوږدو کې تر ۴۰ زيات کسان په دمشق کې د نورو بريدونو له امله وژل شوي دي، په دغو بريدونو کې يو يې پر يوه نانوايي شوى چې خلک ورته د ډوډۍ اخېستلو لپاره په لیکو کې ولاړ وو.












