د سوریې د بشري حقونو ځینو فعالینو ویلي، چې په تېره شنبې په دغه هېواد کې لږترلږه ۱۳۰ کسان وژل شوي، چې ډېری خونړۍ پېښې په دمشق او شاوخوا سیمو کې وې.
بل خوا، د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د موټر بم چاودنه شوې ده.
مخالف فعالين وايي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
چاودنه د فلسطيني کډوالو پنډغالي ته نژدې په ختيځه ولسوالۍ قابون کې شوې، چې دا اوونۍ ياغيانو ونيوله.












