د سوریې دولتي پوځ د حمص ښار له یوې لویې برخې (دیر بعلبه) نه خپل وسله وال مخالفان په شا تمبولي او بیا یې په دې سیمه خپله ولکه ټینګه کړې. سوریه کې د ۲۱ میاشتني خونړي کړکیچ له پیل راهیسې پرحمص ښار د واک لپاره د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوې، چې له کبله یې دغه ښار تر ډېره حده وران شوی دی.












