
الظواهري له سوري پاڅون کوونکو غوښتي وو، چې د لوېديځ لاسنیوی ونه کړي.
یوې برتانوۍ ورځپاڼې ویلي چې په سوریه کې د القاعدې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري ورور محمد الظواهري نیول شوی دی.
"ده انډپنډنټ" وايي، چې الظواهري د سوریې په سوېل لوېديځ درعا ښار کې نیول شوی دی.
ورځپاڼه لیکي، چې نوموړی د نیول کېدا پرمهال له ټلوالې سره د بریدونو د طرحه کولو پر چارې بوخت و.
خو حکومت ضد سرچینو ویلي، چې محمد الظواهري د نیول کېدو په وخت کې په بشري کارونو بوخت و، او په هېواد کې د هېڅ ډول تاوتریخجن کار مسؤول نه دی.
"ده انډپنډنټ" دا هم ویلي، چې د سوریې نظام هڅه کوي، چې د محمد الظواهري په نیولو سره وښيي، چې ګني له حکومت ضد وسله والو مخالفینو او پاڅون کوونکو سره د القاعدې شبکې مرسته ده.
د القاعدې شبکې نوی مشر ایمن الظواهري د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته وټاکل شو.
ایمن الظواهري په خپرو شویو وېدیويي پیغامونو کې ویلي وو، چې د بشارالاسد نظام باید ختم شي.
نوموړي د بشارالاسد نظام د سرطان یوه خبیثه دانه بللې وه، او له پاڅون کوونکو یې غوښتي وو، چې د لوېديځ پر مرسته دې تکیه نه کوي.
ورځپاڼه وايي، چې محمد الظواهري د مصر په زندان کې ۱۴ کاله بند تېر کړی، چې په ۱۹۸۱ کال کې د مخکني ولسمشر محمد انور السادات په وژنه کې تورن شوی و.
خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د جهادي کسانو او نورو مسلمانانو د یووالي لپاره کار کوي.
"ده انډپنډنټ" دا ادعا هم کړې ده، چې ګني محمد الظواهري د اسلامي جهاد حرکت مخکنی مشر و، خو له تاوتریخوالي یې ځان لیرې ساتلی.
دا ادعا هم کېږي چې ګني په سیناء کې د سلفي ډلو او حکومت ترمنځ د خبرو مشري ده کوله.
دغې برتانوۍ ورځپاڼې دا دعا هم کړې ده، چې له اردن سره پر پوله د سوریې دعا ښار، د النصرت جبهې د جنګیالیو او مشر ابو جلیبیب پټنځای دی.
ابو جلیبیب په عراق کې د القاعدې د مخکني مشر ابو مصعب الزرقاوي اوښی دی.












