
د اسد د سولې وړاندیز د هغه مخالفانو هم رد کړی او دا یې پر واک د ټینګېدو پلمه بللې ده.
امريکا د سوريې ولسمشر بشار الاسد له لوري د سولې وړانديز رد کړی او دا يې پر واک د منګولو ټينګولو يوه بله هڅه بللې ده.
بشارالاسد د تېرې یکشنبې په ورځ (جنوري شپږمه) له مخالفانو سره د سولې وړاندیز وکړ، او هغوی یې دده په ټکو د لوېديځ "نانځکې" او "ګوډاګیان" وبلل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولاند وويل د ولسمشر اسد ادارې ټول قانونيت له لاسه ورکړی او بايد له واکه لاس په سر شي.
ویکتوریا نولانډ ویلي چې "د اسد خبرې له واقعیته لیرې دي، د سولې د نړیوال استازي اخضر ابراهیمي له څرګندونو سره په ټکر کې دي، چې پایله به یې د سوري ولس د لانورې وینې په بهولو تمامې شي."
ولسمشر اسد چې د يکشنبې په ورځ يې د پلازمېنې دمشق اوپېرا ودانۍ کې خپلو هڅوونکيو پلويانو ته وينا کوله د جګړې پای ته رسولو په موخه د خپل وړانديز شرطونه په ګوته کړل.
له تېر جون راهيسې په خپله مخامخ وينا کې ده وويل د وړانديز له مخې يې د روغې جوړې يوه غونډه کېږي، چې اساسي قانون جوړ کړي.
خو ده وويل له هغه چا سره به په هېڅ خبرې ونه کړي، چې ده د لوېديځ ګوډاګيان وبلل.
د سوريې ګاونډي ترکيې، برتانيا او اروپايي ټولنې هم پر دغې وينا نيوکې کړې، او پر خپله غوښتنه يې ټينګار کړی چې، ښاغلی اسد دې له واکه لرې شي.
"د اسد وینا ته د شک په سترګه ګوري، خو هېڅ نوي په کې نه شته، د بشار د لیرې کېدو لپاره باید لاره هواره او بیا د سیاسي لېږد لپاره کار وشي."
کاترین اشتون
بل خوا، اروپايي ټولنې ویلي چې "اسد باید له واکه لیرې شي او سیاسي واک ولېږدول شي."
ملګرو ملتونو وړاندې ویلي وو، چې په سوریه کې د تېر ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د پاڅونونو او جګړې په لړ کې تر ۶۰ زرو ډېر خلک وژل شوي دي.
د اسد د سولې وړاندیز د هغه مخالفانو هم رد کړی او دا یې پر واک د ټینګېدو پلمه بللې ده.
د سولې کانفرانس
اسد پخپله وینا کې ویلي وو چې سوریه کې د سولې لپاره باید یو کانفرانس جوړ شي، نوی حکومت جوړ او د بښنې فرمان صادر شي.
بشارالاسد دا هم ویلي وو چې په دویم پړاو کې باید د سوریې لپاره اساسي قانون کې بدلون راشي، د ولس نظر پرې واخیستل شي او یو پراخه ولسي ملي حکومت جوړ شي او بیا ټاکنې وشي.
سوري ولسمشر ویلي چې په درېیم ګام کې باید د نوي اساسي قانون په رڼا کې نوی حکومت جوړ شي او عامه بښنه اعلان شي.
نړیوال غبرګونونه
د بشارالاسد د دې وینا خلاف نړیوال غبرګونونه راغلي ، چې په دې لړ کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د اسد د سولې دغه وړاندیز له "نفاقه ډک" بللی دی.

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې استازې کاترین اشتون ویلي، چې دغه ټولنه "د اسد وینا ته د شک په سترګه ګوري، خو هېڅ نوي په کې نه شته، د بشار د لیرې کېدو لپاره باید لاره هواره او بیا د سیاسي لېږد لپاره کار وشي."
نوموړي ویلي تاوتریخوالی او وژنې یوازې د اسد د لاس کار دی.
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې استازې کاترین اشتون ویلي، چې دغه ټولنه "د اسد وینا ته د شک په سترګه ګوري، خو هېڅ نوي په کې نه شته، د بشار د لیرې کېدو لپاره باید لاره هواره او بیا د سیاسي لېږد لپاره کار وشي."
خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستروېله د اسد وینا بې معنا او پوچه بللې ده، چې په سوریه کې له واقعي پېښو لیرې بلل شوې ده.
نوموړي هم د نوي حکومت او د اسد د شړلو وړاندیز کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د اسد وینا بې معنا بللې ده.












