امريکا د سوريې ولسمشر بشار الاسد له لوري د سولې وړانديز رد کړی او دا يې پر واک د منګولو ټينګولو يوه بله هڅه بللې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولاند وويل د ولسمشر اسد ادارې ټول قاننيت له لاسه ورکړی او بايد له واکه ښکته شي.
ولسمشر اسد چې د يکشنبې پر ورځ يې د پلازمېنې دمشق اوپېرا ودانۍ کې خپلو هڅوونکيو پلويانو ته وينا کوله د جګړې پای ته رسولو په موخه د خپل وړانديز شرطونه په ګوته کړل.
له تېر جون راهيسې په خپله ښکاره وينا ده وويل د وړانديز له مخې يې د روغې جوړې يوه غونډه کېږي، چې اساسي قانون جوړ کړي.
خو ده وويل له هغه چا سره به په هېڅ خبرو کې ورګډ نه شي، چې ده د لوېديځ ګوډاګيان وبلل.
د سوريې ګاونډۍ ترکيې، برتانيا او اروپايي ټولنې هم پر دغې وينا نيوکې کړې، او پر خپله غوښتنه يې ټينګار کړی چې، ښاغلی اسد دې له واکه لرې شي.












