اټکل کېږي، چې د سوریې لپاره د نړیوالي ټولنې استازی اخضر ابراهیمي دمشق ته د خپل سفر په دویمه ورځ له ولسمشر بشارالاسد سره وګوري.
ښاغلی ابراهیمي د دمشق له هوايي ډګر سره نژدې تر جګړې وروسته له بیروته سوریې ته لاړ .
سوریه کې مخالف فعالان وايي د هاما ولایت په حایفا ښار کې د یکشنبې په ورځ په حکومتي هوايي بمباریو کې ۹۰ تنه وژل شوي دي.
دغه ښار د مخالفو یاغیانو په ولکې کې دی. راپورونه وايي ګڼ شمېر نور کسان ټپیان دي خو د دغو شمېرو تایید د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی شوی.












