د ايرانيانو هغه ٤٩ کسيزه ډله چې څو مياشتې سوریه کې برمته شوې وه، سوري ياغيانو خوشې کړې ده. دغه ډله سوريه کې د ايران د سفير په ملتيا د پلازمېنې دمشق يوه هوټل ته رسېدلې ده.
دغه ايرانيان د هغو بنديانو په بدل کې خوشې شوي چې سوري چارواکو نيولي وو.
د برمته شويو کسانو په بدل کې د بنديانو د خوشي کولو موضوع د خبريالانو له نظره، لومړنى ګام دى چې په سوريه کې د جګړې له پيله راهیسې اخيستل کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نېولنډ ويلي، چې تبادلې وښوده چې د سوريې حکومت د خپلو وګړو پر ځای له ايران سره مرستې ته لومړيتوب ورکوي.
که څه هم د دغې موضوع په اړه د سوريې حکومت په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو د ترکيې يوې مرستندويه ټولنې چې د دغې موافقې په چاره کې يې مرسته کړې، ويلي سوري چارواکو له خپله اړخه څه باندې ۲۰۰۰ بنديان خوشي کړي دي.












