پاکستان: د امریکا څارګرو الوتکو څلور کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د امریکا څارګرو الوتکو په برید کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
دغه برید د یکشنبې پر ورځ د شمالي وزیرستان میر علي ښار کې شوی دی.
چارواکي وايي، امریکايي بې پیلوټه الوتکې پر یاده سیمه شپږ توغندي ویشتلي دي.
د ویلو ده چې له ډېر وخت راهیسې د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونو د پاکستان او متحده ایالتونو ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.
ټاکل شوې د پاکستان استخباراتي مشر د امریکا له استخباراتي مشر سره په روانه اوونۍ کې واشنګټن کې لیده کاته ولري.
په امریکا کې د پاکستان سفیرې شیري رحمن ویلي، د پاکستان په خاوره کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونه د هغې په وینا "په سیمه کې د ترهګرو له ډېرېدا پرته بل څه نه شي رامنځ ته کولی."
چاودنه
د امریکا دغه تازه هوايي برید ټیک درې ورځې وروسته تر هغه شوی، چې د پاکستان په شمال لوېديځ باجوړ سالارزو کې –چې له افغانستان سره پوله لري- یوې چاودنې لږترلږه څلور کسان ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.
که څه هم پر هغه ورځ د چاودنې پړه چا ونه منله، خو ظاهراً یې پاکستاني طالبان پړه بلل کېږي.
خبریالان وايي، وسله والو طالبان په سالارزو سیمه کې پر ملېشو او د هغوی پر خواخوږو بریدونه ډېر کړي دي.
د پاکستان پوځ د طالبانو ضد ګڼ بریدونه او عملیات پیل کړي، خو د طالبانو د بریدونو په کمولو یې پاموړ اغېز نه دی کړی.
پاکستاني چارواکي وايي وسله وال طالبان پر پوله د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه لري، چې په وینا یې له هماغه ځایه پر دیر، باجوړو او مومندو ایجنسۍ بریدونه کوي.
خو افغان چارواکي بیا وايي، چې د پاکستان د ننه اورپکي او طالبان د زده کړې او ترهګریزو فعالیتونو خوندي ځایونه لري، چې په وینا یې ان د پاکستان څارګره اداره هم مرسته ورسره کوي.








