اسد: کاشکي مو ترکي الوتکه نه وای ویشتلې

د عکس سرچینه، s
د سوریې ولسمشر بشار الاسد یوې ترکۍ ورځپاڼې ته په خبرو کې د یوې پوځي ترکي الوتکې د ویشتلو له کبله پښېماني وښوده.
دغه الوتکه تېره میاشت د سوریې د ځواکونو له خوا په هغه ځای کې ویشتل شوې چې ترکیه یې نړیوال فضایي حریم بولي.
ښاغلي اسد ویلي د دوی هوایي دفاعي سیستم د پېښې ترمهاله دا نه وه پېژندلې چې د ترکیې الوتکه ده.
ښاغلي اسد ویلي دا الوتکه په هغه کرښه روانه وه چې تر دې وړاندې ځینې اسراییلي جیټ الوتکو کار ترې اخیسته.
بشارالاسد دا هم ویلي چې سل په سلو کې ددغې الوتکې په ویشتو پښېمانه دی.
د راغورځول شوې الوتکې پیلوټان لاهم ورک دي.
تر دې پېښې وروسته د ترکیې او سوریې ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شول.
د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان تېره اوونۍ د سوري پوځ له لوري ددوی د جنګي الوتکې راغورځول د خپل هېواد لپاره یو ښکاره ګواښ وباله.
ترکیې له سوریې سره پر پوله پوځي حضور ډېر کړی، او ویل کېږي چې هلته یې د الوتکو ضد توپونه او ټانکونه ځای پرځای کړي دي.
انقرې تېره یکشنبه وویل، کله چې یوه سوري هلیکوپټر ددوی پولې ته نژدې شوه، ترکیې پولې ته ایف ۱۶ ډوله شپږ الوتکې ولېږلې.
د بشارالاسد له خولې ویل شوي چې "هېڅکله به اجازه ورنه کړو چې د لوېدلې الوتکې له کبله دواړه هېوادونه جګړه وکړي."








