امریکا د "ټول امریکايي مسلمانان" سریال تولید بند کړ

دغه سریال په لومړي ځل په تېر نومبر کې پیل شو، چې د دسمبر تر ۱۸ نېټې یې ۹۰۰ زره کتونکي خپل کړل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه سریال په لومړي ځل په تېر نومبر کې پیل شو، چې د دسمبر تر ۱۸ نېټې یې ۹۰۰ زره کتونکي خپل کړل.

د امریکا "ټي ال سي" تلوېزیوني چینل اعلان وکړ، چې د "ټول امریکايي مسلمانان" تلوېزیوني ډرامې تولید او خپرول یې بند کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونو یوه څارنوال ویلي، دا کار یې په امریکا کې د اسلامي شریعت د دودولو د مخنیوي په خاطر کړی دی.

"ټول امریکايي مسلمانان یا All- American Muslim " سریال په مشیګن ایالت کې د پنځو مسلمانو کورنیو پر ورځني ژوند راڅرخېده.

دغه سریال په عمومي توګه، د امریکا په متحده ایالتونو کې د مسلمانانو ژوند ته هم کتنه کوله، د هغوی ستونزې یې په ډاګه کولې، او دا چې ددوی عقیده له امریکايي ژوند سره څومره تړاو لري.

که څه هم ددغه سریال د بندېدو نور علتونه نه دي ښودل شوي، خو په دې پروګرام کې ځینو کار کوونکو "ډيټرویټ فري پرېس" ورځپاڼې ته ویلي، چې دا کار د ارزونې او اټکل له مخې شوی دی.

"ټول امریکايي مسلمانان" سریال په ډېر لنډ وخت کې یو اعشاریه اووه میلیون کتونکي پیدا کړل.

دغه سریال په لومړي ځل په تېر نومبر کې پیل شو، چې د دسمبر تر ۱۸ نېټې یې ۹۰۰ زره کتونکي خپل کړل.

ددغه سریال پر سر په امریکا کې د ننه یو لړ ناندرۍ رامنځته شوې.

''ټول امریکايي مسلمانان'' سریال د پنځو امریکايي مسلمانو کورنیو پر ورځني ژوند راڅرخېده.
د عکس تشریح، ''ټول امریکايي مسلمانان'' سریال د پنځو امریکايي مسلمانو کورنیو پر ورځني ژوند راڅرخېده.

یوې عیسوي محافظه کارې ډلې ادعا وکړه، چې ګني دا پروګرام په امریکا کې د اسلامي شریعت د دودولو موخه لري.

د "فلوریډا کې کورنۍ" په نامه ډلې ویلي، چې مسلمان ددې سریال له لارې اسلام او اسلامي اصول خپرول غواړي.

دغې ډلې دا ادعا هم کړې، چې ګني دا پروګرام د امریکا ازادیو او دودیزه ارزښتونو ته خطر دی.

همدا وو چې ځينو شرکتونو ددې سریال په خپروونکي تلوېزیون کې له خپلو سوداګریزو اعلانونو خپرولو مخ واړاوه.