مالیزیا محمد 'ص' ته سپکاوی کوونکی خبریال وشاړۀ

حمزه کاشغري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه ۲۳ کلن سعودي لیکوال له خپل هېواده هغه مهال تېښتې ته اړ شو، چې ديني عالمانو پسې راواخیسته، او هغه یې ''مرتد شوی کافرګګ وبالۀ.

مالیزیايي چارواکو ویلي هغه سعودي خبریال یې له خپلې خاورې شړلی، چې په سعودي عربستان کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلّم) ته په سپکاوي تورن شوی وو.

پر لیکوال او خبریال حمزه کاشغري تور دی چې پر خپله ټویټر پاڼه یې حضرت محمد (صلی الله علیه وسلّم) ته سپکاوی کړی دی.

د مالیزیا پولیسو بي بي سي ته ویلي، حمزه له مالیزیا د سعودي ساتونکو په ملتیا ووت.

د نوموړي په شړلو د بشري حقونو یوشمېر ډلو نیوکه کړې ده.

دغه ۲۳ کلن سعودي لیکوال له خپل هېواده هغه مهال تېښتې ته اړ شو، چې ديني عالمانو پسې راواخیسته، او هغه یې ''مرتد شوی کافرګګ وبالۀ.

د بشري حقونو سازمانونو ویلي کاشغري چې پر تېره پنجشنبه مالیزیا کې ونیول شو، نوي زیلانډ ته پر لار دی.

پر هغه تور دی چې پر خپله ټویټر پاڼه کې حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته سپکې او سپورې ویلي، او ان په ځينو کې یې خدای ته سپکاوی کړی دی.

شرعي حد

پیغمبر ته د سپکاوي په تور د هغه پرضد په سعودي کې دیني عالمان سخت په غصه کړل، او پر هغه یې د شرعي حد عملي کول غوښتي.

کاشغري بښنه غوښتې او ویلي يې دي چې ''داسې ګمان کوي چې ګني ما سپکاوی کړی. هغه څه چې لیکل شوي، سوګند کوم چې ما نه دي لیکلي، او هیله من یم چې الله مې ګناوې وبښي.''