د فوټبال مصري مینه والو یو بل سره ووژل

په مصر کې د فوټبال له یوې لوبې وروسته د لوبډلو د مینه والو ترمنځ به شخړه کې نږدي ۸۰ کسان ووژل شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په مصر کې د فوټبال له یوې لوبې وروسته د لوبډلو د مینه والو ترمنځ به شخړه کې نږدي ۸۰ کسان ووژل شول.
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, لندن

د مصر په پوړ سعید ښار کې د فوټبال تر لوبې وروسته د لوبډلو دپلویانو ترمنځ په بیساري شخړې کې شاخوا ۸۰ کسان ووژل شول او په سلګونه نور ټپیان دي.

شخړه د مصر د دوو نامتو لوبډلو المصري او الاهلي د پلویانو ترمنځ وشوه چې په ترڅ کې یې یو بل په چړو او لرګیو ووهل او یو شمېر خلک ترپښو لاندې شول.

شخړه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله د پوړ سعید لوبډلې المصري د پلازمینې قاهرې لوبډلې الاهلي ته ماتې ورکړه.

د لوبې له ګټولو سمدستي وروسته د المصري پلویان لوبغالي ته ښکته شول او د الاهلي لوبډلې پر پلویانو یې برید وکړ.

د دې دواړو لوبډلو ترمنځ له مخکې نه ترنګلتیا وه خو دا لومړی ځل دی چې د دغو لوبډلو پلویان په دې کچه سره شخړه کوي.

د لوبې امنیت او پولیس

د شخړې او مرګ ژوبلې یو لامل دا هم په ګوته کیږي چې په مصر کې له ولسې پاڅون وروسته پولیس لږ په سترګو کیږي.

سره له دې چې په مصر کې مخکې هم د فوټبال تر لوبو وروسته شخړې شوې دي خو دا ځل د خلکو د کنترولو لپاره کافي پولیس نه وو.

د اخوان المسلمین ګوند پوځ تورن کړی چې د لوبې په امنیت ساتلو کې پاتی راغلی. اخوان المسلمین وايي دا د پوځ په ګټه ده چې ګډوډي رامنځ ته کړي او په دې توګه د واک د لیږدولو سوله ییز بهیر وځنډیږي.

نورې لوبې

کله چې د پوړ سعید د تاوتریخوالي خبر قاهرې ته ورسید نو هلته د فوټبال یوه بله لوبه پای ته ورسول شوه چې له امله یې ننداره چیان په غصه شول او د لوبغالي یوې برخې ته یې اور واچوه.

اوس په مصر کې نورې لوبې هم ځنډول شوي او حکومت په دې اړه د پلټنو امر کړی دی. خو د الاهلي لوبډلي پلویان چې د المصري لوبډلې پلویانو پرې برید کړی وايي دا کافي نه ده.

په مصر کې له دې امله درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

د فوټبال د نړیوال فیدراسیون مشر هم ددې پیښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او دا یې (چهارشنبه د فبرورۍ اوله) د فوټبال لپاره یوه توره ورځ بللې ده.