پاکستان: د القاعدې د بهرنیو بریدونو طراح مو نیولی

پاکستان وايي چې ددغو کسانو په نیولو سره د القاعدې شبکې ته یو بل ګوزار ورکړل شو.
د عکس تشریح، پاکستان وايي چې ددغو کسانو په نیولو سره د القاعدې شبکې ته یو بل ګوزار ورکړل شو.

د پاکستان پوځ وايي پر دوشنبه یې د القاعدې شبکې د نړیوالو بریدونو یو مهم طراح نیولی دی.

پوځ زیاتوي، یونس الموریتاني پخپله د اسامه بن لادن له خوا د نړیوالو بریدونو د طراحۍ او عملي کولو لپاره ګمارل شوی و.

پاکستان وايي چې له الموریتاني سره د القاعدې شبکې دوه نور مشران عبدالغفار الشامي (بچرچاما) او مساره الشامي (مجاهد امینو) هم نیول شوي.

دوی وايي چې درېواړه کسه په کوټه ښار کې نیول شوي.

د پاکستاني پوځ اعلامیه کاږي، الموریتاني د اسامه لخوا شخصاً د متحده ایالتونو، اروپا او استرالیا د مهمو اقتصادي موخو په نښه کولو لپاره کمارل شوی و.

ویل کېږي چې هغه په نړیوالو اوبو کې د ګاز د نل لیکو، برېښناکوټونو، بندونو او بندرګاوو او تیلي ټانکرو په ګډون د امریکا اقتصادي بنسټونو په نښه کولو هوډ درلود.

پاکستان وايي چې ددغو کسانو په نیولو سره د القاعدې شبکې ته یو بل ګوزار ورکړل شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان یې د امریکا متحده ایالتونو له استخباراتي ډلې سره د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیولي.