زاهده کاظمي: د پاکستان مخکښه ښځینه ټکسي چلوونکې

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, لیکواله: نوشین عباس- اسلام اباد
- دنده, ژباړه: یاسمین ارزو - کابل
د پاکستان لومړۍ ښځینه ټکسي چلوونکې د خلکو پام ځان ته راړولی دی .
د اسلام اباد له ګڼې ګوڼې له ډګو کوڅو نیولې په شمال کې تر ليرو قبایلي سیمو پورې هغې ټکسي چلولې ده..
هغې د سړو په واکمنې نړۍ کې د خپلې د دوو لسیزو د تجربې په اړه له نوشین عباس سره د زړه خواله شریک کړي دي .
زاهده کاظمي په ۱۹۹۲ کال کې د ۳۳ کلونو په عمر تازه کونډه شوې وه، خو هوډ یې درلود د ټکسي په چلولو سره خپل برخلیک پخپله وټاکي .
هغه په یوې متعصبې کورنۍ کې، چې پلارواکي په کې وه زېږیدلې وه، د خپلې کورنۍ پر خلاف ودرېده خو فکر یې کاوه چې د خپلو شپږو ماشومانو د ساتنې لپاره کومه بله لاره نه درلوده .
هغې د حکومت له یوه پلان څخه ګټه پورته کړه چې هر څوک کولی شی په قسطونو کې یوه نوې ټکسي وپېري . هغې یوه ژیړ رنګه ټکسي واخیسته او هر سهار به د اسلام اباد هوایي ډګر ته د سپرلیو د راخیستو لپاره تلله .
په یوې خطرناکې او نه اټکل کېدونکې نړۍ کې، زاهدې په لومړیو وختونو کې د خپل ځان د ساتنې لپاره په خپله ټکسي کې تومانچه درلوده او د مسافرو د لېږد رالېږد پرمهال به یې [برقع] پر سر کوله .
د هغې لومړنۍ وېره ژر له منځه ولاړه .
نوموړې وویل: ''زه وپوهېدم چې مسافرین به را نه وېرېږي. له هغه وروسته به مې حجاب پر سر کاوه، او بالاخره مې خپل سر پټول هم خوشی کړ ځکه چۍ عمر مې ډېر شوی و او په بازار کې مې خپل ځای موندلی و .''
زاهدې د اسلام اباد بوختو کوڅو نیولې انر د پاکستان تر قبایلي سیمو پورې ټکسي چلوله . دا وايي چې د خپل هېواد او هېوادوالو په اړه یې ډېر څه زده کړي دي .
که څه هم د پاکستان شمال لوېديځ قبایلي پښتانه په زیږ خوی شهرت لري او پرې ویاړي، خو له نوموړې سره به یې ډېر مودبانه چلند کاوه .
بالاخره زاهده د پاکستان د ژیړو ټکسیو د اتحادیې ریسه شوه. کله چې پر خپله دنده ځای پرځای شوه ، له نورو ځوانو مېرمنو یې د ټکسي چلولو د زده کړې غوښتنه وکړه، خو لږه دلچسپي ورسره وښودل شوه. ان تر دې چې خپلو لوڼو یې هم له دې کار سره دلچسپي ونه ښوده .
هغې په لېوالتیا وویل، هغوی کار کولو ته اړتیا نه لري، ټولې وداه شوې دي .
زاهده د پاکستان د کوم لوی ښار اوسېدونکې نه ده او نه هم له متوسطې ازاد خیاله کورنۍ څخه ده، که څه هم د طالع منو ښځو لپاره په پاکستان کې د زده کړې فرصت شته، خو د زاهدې په څېر بګرونډ لرونکې ښځې بیا له دې ډول اسانتیاوو بې برخې دي .
په پاکستان کې په بی سارې توګه لږې ښځې کار کوي . د SPDI یا دوامداره پرمختیایي پالیسۍ انستیټیوټ په نامه ادارې د شمېرو له مخې اوسمهال له بې معاشه د کار کوونکو ښځو پرته په سلو کې ۷.۳۳ ښځې کار کوي .

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان په قانوني سیستم کې د ښځو د ساتنې لپاره ډېره لږه پاملرنه شوې، له دې کبله د ښځو ځورولو یوه عادي خبره ګرځېدلې، د ښځو د چارو د ښه کولو کمپاین کوونکي وايي ښځې هغه مسلکونه نه انتخابوي چې دوی لانورې هم اغېزمنې کړي .
په پاکستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملي کمېسیون رییس انیس هارون وايي:
''نجونې هغه نارواجه دندې نه خوښوي، چې په اړه یې یوه خاصه مفکوره او یا د ناوړه ګټې اخیستو امکان په کې موجود وي . ''
عجیب او اریانونکی
خو که زاهدې اوسمهال په ټکسي چلولو پیل کړی وای، نو حالات به جلا وای، هغې به په داسې یوې ټولنې کې کار پیل کړی وای، چې د اسلامي بنسټ پالو او روڼ اندو ترمنځ وېشل شوی دی .
په ۱۹۹۲ کې پاکستان یوه متعادله ټولنه درلوده، دغه ټولنه د نړۍ سیالۍ ته راووتله، دیش انتين یې خلکو ته وروپېژانده، او پاکستان د کریکټ نړیواله سیالي هم ګټلې وه .
زاهده وايي چې خپله ټولنه تر یوه بریده ورته پرانیستل شوې ده .
خو په تېرو څو کلونو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو خوځښت مخ پر زیاتېدو شو .
زاهدې د پاکستان د بالاکونټ، چترال او دیر په څېر تر لیرو شمالي سیمو او ان تر سوات درې پورې ټکسي چلولې ده، چې تر ډېره په کې د لارې د ورکېدو امکان و .
نوموړې وایي،'' پولیسو دلچسپي درلوده چې پوه شي ولې زه ټکسي چلوم، خو هغوی ته دا یوازې عجیبه او اریانوونکې خبره وه .''
مسافرو هم له زاهدې غوښتل چې په ټکسي کې یې بوځي . د هریپور یو سوداګر عدنان وسیم راته وویل، تل له زاهدې غوښتنه کوي چې بویې ځي .
هغه زیاته کړه، '' کله مې چې هغه ولیده ، لومړی مې دا فکر وکړ چې هغه زما د مور هم ځولې ده . د هغې موټر چلول مې خوښ شول، او په دې ورځو کې چې په پاکستان کې هېڅوک هم د خودیتوب احساس نه کوي، زه له هغې سره هوسا یم .''
یو بل مسافر سهیل مظهر، باید تر ایبټ اباد پورې د ډبرینو لارو ترمنځ بېول شوی وای .
نوموړي وویل: '' ان په امنيتي پوستو کې هم پولیسو نوموړې پېژندله ..... موږ د یوې ښځې د ټکسي په چلولو ډېر خوشاله وو .''
که څه هم زاهده د پاکستان لومړنۍ ښځینه ټکسي چلوونکې پېژندل شوې ده، خو هغه له خپلو هلو ځلو څخه ډېرې دردوونکې خاطرې لري، چې د سړک پر سر یې د یوې کونډې مور په توګه کار کاوه .
وروسته له هغه چې په رسنیو کې د زاهدې دا کار په مثبت ډول تر پوښښ لاندې راغی، د هغې مور د خپلې لور ټکسي چلول په تریو تندي ومنل .

د عکس سرچینه، BBC World Service
هغه اوس له خپلو ماشومانو لیرې شوې ده .
نوموړې وویل: '' اوس مې عمر زیات شوی او ستومانه کېږم. کرۍ ورځ موټر چلول راته ستونزمن شوي، خو څه وکړم؟! زما زامن له ما سره مرسته نه کوي . که ما چانس درلودی، اوس به ډاکټره وم .''
کله چې هغې ماته دا خبره وکړه، یوه بل ټکسي چلوونکي خپله ټکسي ودروله او په ډېر درناوي سره یې زاهدې ته سلام ورکړ .
سره له دې چې نوموړې ډېرې ستونزې ګاللې، خو له شک پرته د اسلام اباد په کوڅو کې د هغې شتون ته په درنه سترګه کتل کېږي .








