م.م. د ماشومانو د ژوند د خونديتوب لپاره نوی پلان جوړ کړی

ملګرو ملتونو د راتلونکو پېنځو کلونو په ترڅ کې په پرمختللې نړۍ کې د شاوخوا 16 ميليونه ښځو او ماشومانو د ژوند د خوندي کولو لپاره يو نوی پلان رامخته کړی دی.
دغه پلان چې شاوخوا 40 ميليارده ډالره لګښت لري د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون لخوا طرح شوی دی.
ښاغلی بان وايي، په يوه ستره ټولنه کې د ښځو او ماشومانو روغتيا ته پاملرنه ډېره اغېزناکه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن وايي چې د ښځو او ماشومانو په برخه کې پانګونه بايد د پرمختيايي چارو په سر- سر کې ځای ولري.
د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو لومړۍ مرستياله، مېشل باشله بي بي سي ته وويل د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مشرې په توګه به په خپل رول کې يو لړ بدلونونه راولي: (( په هر حالت کې بايد تاسې انتخاب وکړیء، د هغو شيانو پر وړاندې چې بايد محکوم شي، ستاسې د غږ اوچتولو لپاره کومه لاره غوره ده.
زما خوښېږي چې د ښځو د وضعيت د ښه کولو او د هغوی پر وړاندې د تاوتريخوالی د درولو لپاره خپل غږ پورته کړم. زه به هڅه وکړم چې په هره سيمه کې ښې لارې چارې ومومم.))
دغه طرحه له هغه وروسته مخې ته راځي چې د نړۍ څه باندې يو سلو څلوېښتو مشرانو د بېوزلۍ د راکمولو په تړاو د زريزې د پرمختيايي اهدافو د ارزونې په موخه په نيويارک کې غونډه وکړه.
تر دې وړاندې د پرمختيايي چارو يوه پياوړي اقتصاد پوه چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي اهدافو په رامنځته کولو کې يې مهمه ونډه درلوده ويلي ول د حکومتونو له لوري شوي کارونه ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره بسنه نه کوي .
پروفېسور جېفرې ساچس چې د زرېزې د پرمختيايي موخو يو بنسټګر دی له بي بي سي سره په خبرو کې وويل د ډېرو عايداتو لرونکې هېوادونو ملياردونه پيسې د سولې پر ځای پر جګړو لګولې دي .
نوموړي زياته کړه هغه ژمنې چې په 2005 کال کې شوې وې تر اوسه نه دي پوره شوې او ويې ويل چې په افريقا کې د پرمختيايي پروژو لپاره دېرش ميليونه ډالر ځانګړي شوي ول خو تر اوسه پورې اړو هېوادونو ددغو پيسو يواځي نيمايي رسېدلې دي .








