اوباما د ماشومانو لپاره کتاب لیکلی

- Author, پښتو ژباړه
- دنده, هدایت الله همیم
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ماشومانو لپاره د "OF THEE I SING" په نامه کتاب چاپ کړی.
ټاکل شوې، چې دا کتاب به په راتلونکې نومبر میاشت کې بازار ته راووځي.
بارک اوباما مخکې له دې چې د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر شي، دا کتاب لیکلی و.
په دې ۴۰ پاڼې کتاب کې د امریکا ولسمشر جورج واشنګټن نه نیولې د بېسبال تر مشهور لوبغاړي جاکي روبینسن پورې ۱۳ امریکايي شخصیتونه انځور شوي دي.
د ویلو ده چې اوباما تر دې مخکې هم دوه کتابونه چاپ کړي، چې په بازار کې د ډېرو پلورل شوو کتابونو په کتار کې راغلي.
د اوباما د دغه نوي کتاب پر پوښتۍ د هغه د دوه لوڼو سارا او مالیا عکسونه کښل شوي، چې د خپل سپي "بو" تر شا منډې وهي.
ټاکل شوې چې د دغه کتاب له لارې ترلاسه کېدونکې پيسې به د هغو امریکايي پوځيانو د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي، چې په جګړو کې وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.
دا کتاب د "رانډم هاوس" کتاب خپروندویې ټولنې لخوا چاپېږي. چې لا له وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې اوباما د درو نورو کتابونو چاپ تړون ورسره لاسلیک کړی و.
په رانډم هاوس کې د ماشومانو د برخې د کتابونو د چاپ مسؤول شيب جیبسن وايي "په دې کتاب کې هغه شخصیتونه راخیستل شوي، چې ټول امریکایان پرې راټولېدای شي."








