'نواز شریف پاکستان ته ستنېږي'، محکمې یې د نیولو امر ځنډولی دی

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي- اسلام اباد

د پاکستان دوو محکمو په دریو بېلا-بېلو قضیو کې د دې هېواد د پخواني لومړي وزير نواز شريف ضمانت منظور کړی دی. د یادونې ده، چې ښاغلی شریف درې کاله په بهر کې له تېرولو وروسته پر شنبه پاکستان ته ستنېږي.

د نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند اعظم تارړ وايي، پخوانی لومړی وزیر به د اکتوبر پر ۲۱مه د دبۍ له لارې اسلام اباد ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا د قانوني رسمیاتو له پوره کولو وروسته به نوموړی لاهور ته ځي.

د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، په لاهور کې به د پاکستان مینار سیمه کې د نوموړي هرکلي لپاره د هغه ګوندي ملګري او پلویان راټولېږي او د ګوند غړي یې د دې غونډې لپاره له اوسه چمتووالی کوي.

بل لور د پلازمېنې اسلام اباد (احتساب) محکمې د (توشه خانې) یا ملي زېرمتون قضیې لړ کې امر کړی، چې ښاغلی شریف به د اکتوبر تر ۲۴مې پورې نه نیول کېږي. د ښاغلي شریف مدافع وکیل محکمې ته ډاډ ورکړ، چې نوموړی به هېواد له ستنېدو وروسته د اکتوبر پر ۲۱ مه محکمې ته وړاندې شي.

مدافع وکیل له محکمې وغوښتل چې چارواکو ته امر وکړي، چې هېواد ته د ستنېدو پر مهال په هوايي ډګر کې دې د ښاغلي شریف له نیولو ډډه وکړي. محکمې وویل، که نوموړی د اکتوبر تر ۲۴مې پورې محکمې ته وړاندې نه شي، له قانوني عواقبو سره به مخامخ شي.

پر ښاغلي شریف تور دی، چې له نورو هېوادونو ترلاسه شویو ډالیو کې یې درغلي کړې او د بېلګې په توګه یې په کمه بیه د ډالیو په توګه ترلاسه شوی ګاډی پخپله کارولی دی. په دغه قضيه کې پر پخواني ولسمشر آصف علي زرداري او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو هم په حکومتي ډاليو کې د فساد تورونه لګېدلي دي.

په دغه قضيه کې نواز شريف له بیا، بیا جلب سره، سره محکمې ته د نه حاضرېدو له کبله ''اشتهاري'' (هغه تورن چې د نیولو امر یې د اعلان له لارې خپرېږي) بلل شوی و، خو اوس یې وکیل محکمې ته ویلي، چې د ناروغۍ له کبله له هېواده بهر و، ځکه نه دی توانېدلی محکمې ته حاضر شي.

له دې وروسته د پلازمېنې عالي محکمې د العزیزیه کارخانې، او ایوان فیلډ په نامه دوو نورو قضیو کې هم د ښاغلي شریف ضمانت منلی دی. په دې قضیو کې د ښاغلي شریف مدافع وکیلانو محکمې ته وویل، چې ښاغلی شریف خپله غواړي محکمې ته حاضر شي، خو دوی له محکمې وغوښتل چې محکمې ته له ورتلو مخکې دې د نوموړي نه نیول کېدو امر وکړي.

محکمې د ضمانت له منلو مخکې د احتساب ادارې له وکيله وپوښتل چې اعتراض خو نه لري او د هغه له اعتراض نه کولو وروسته یې د نواز شریف ضمانت ومانه. په دې دواړو قضیو کې چې دا هم د مالي فساد اړوند دي، مخکې نواز شریف ته په العزیزیه ملز قضیه کې د اته کلن زندان سزا ورکړل شوې ده. د ایوان فیلډ قضیې لړ کې بیا ۲۰۱۸ کال کې نواز شریف ته د لس کاله زندان سزا ورکړل شوې وه.

د یادونې ده، چې ۲۰۱۹ کال کې محکمې پخواني لومړي وزیر ته د درملنې لپاره لندن ته د تلو اجازه ورکړې وه. هغه مهال د نواز شریف ورور شهباز شریف محکمې ته ډاډ ورکړی و، چې نوموړی به څلورو اونیو کې او یا د ډاکترانو له اجازې وروسته هېواد ته ستون شي.